د هاروارد-هریس نظرپوښتنه: ډېری ګډونوال د ایران د اتومي تأسیساتو پر ضد د بریدونو ملاتړ کوي

طرز پرس

9 حوت 1403

ثثث.png

د هاروارد پوهنتون او د هریس مؤسسې لخوا د یوې ترسره شوې نظر پوښتنې پایلې ښیي چې اکثریت ګډونوالو د ایران د اتومي تأسیساتو د له منځه وړلو او د اسرائیل له نظامي اقداماتو ملاتړ کوي.

دا نظر پوښتنه د مارچ په لومړیو کې ترسره شوې او په ډاګه کوي چې ۷۶ سلنه ګډونوال باور لري چې د ایران اتومي تأسیسات باید له منځه یووړل شي. دغه راز، د نظرپوښتنې ګډونوالو د حماس دایمي ماتولو ته هم اشاره کړې او د اسرائیل نظامي عملیات یې تائید کړي دي.

دا نظرپوښتنه په داسې حال کې خپره شوې چې د منځني ختیځ وضعیت ورځ تر بلې پیچلی کېږي، نړیوال بحثونه د ایران پر اتومي پروګرام متمرکز شوي، او سیمه‌ییز تاوتریخوالی پراخ شوی دی.

د دې تر څنګ، د امریکا او اسرائیل چارواکي د ایران اتومي تحرکات د سیمې امنیت لپاره جدي ګواښ بولي. تازه د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر هم ټینګار کړی چې پر ایران پوځي عملیات ترسره کول «ضروري» دي.