" >

تازه خبرونه

GWj28aGW4AAVtdt.jpeg

طالبان: چاته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان امنیت اخلال کړي

په داسې حال کې چې داعش ډلې یوه ورځ مخکې په کابل کې د یوې خونړۍ ځانمرګي بريد په واسطه تر شلو ډېرو ته مرګ ژوبله واړوله، خو د طالبانو د لومړي وزیر سیاسي مرستیال وايي، چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان نظم او امنیت اخلال کړي.
546354.jpg

چین او روسیه: د طالبانو د امر بالمعروف قانون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پرېکړه لیک نه ارزي

چین او روسیه ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف قانون د افغانستان کورنۍ مسئله ده او دومره ارزښت نه لري چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا دې پرې پرېکړه لیک صادر کړي.
SHXT.jpg

د شانګهای غونډه د نويو امنیتي ګواښونو په وړاندې د مبارزې پر کړنلارې متمرکزه ده

د ازبیکستان چارواکو د تاشکند په کوربه توب د شانګهای غونډې د پیل خبر ورکړی او ويلي یې دي چې دا غونډه د «نویو امنیتي ګواښونو» په وړاندې د مبارزې پر کړنلارې متمرکزه ده.
5693837.jpg

لینډزي ګراهام: ایران د یرغمل شویو اسرائيلي وګړو د وژل کېدو مسؤل دی

د شپږو یرغمل شویو اسرائيلي وګړو تر وژل کېدو وروسته، د امریکا قانون جوړونکو او سناتورانو اعلان وکړ چې باید ډېر ژر اسرائيل او حماس د اوربند په اړه په غزه کې موافقې ته ورسیږي.
361b6e8f-98d5-47c7-ba06-6bc294bb8894.jpeg

د کابل په ننني چاودنه کې د یوې ښځې په ګډون شپږ وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت اعلان کړی چې د کابل په ننني چاودنه کې د یوې ښځې په ګډون شپږ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.  طرز پرس- د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند خالد ځدران، دوشنبه د وږي ۱۲مه، پخپل اېکس پاڼه کې لیکلي، چې دغه چاودنه د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د قلعه بختیار په سیمه کې ترسره شوې ده.
13e610a9-af89-4dbb-917f-9101098cc07c.jpeg

د طالبانو مشر ملا هیبت الله له لیلي دښتې لیدنه کړې

طالبانو خبر ورکړی چې د دوی مشر ملا هیبت الله شبرغان ته خپل د سفر په لومړي ورځ ليلي دښتې ته ورغلی او هلته یې خپلو وژل شویو جنګياليو ته دوعاګانې کړي دي.
1686730737552200.jpg

امریکا: په افغانستان کې له جګړې او وسله‌والې نښتې ملاتړ نه کوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې واشنګټن په افغانستان کې له جګړې او وسله‌والې نښتې ملاتړ نه کوي. طرز پرس: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر فاکس نیوز ته ویلي چې واشنګټن نه غواړي افغانستان بیا جګړې ته لاړ شي.
WhatsApp Image 2024-08-31 at 21.33.46.jpeg

د ازادۍ پر لور د ښځو غورځنګ: له نړیوالې ټولنې غواړو چې له طالبانو سره تعامل ونه کړي

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون پر وړاندې د غبرګونونو په دوام کې، د ازادۍ پر لور د ښځو غورځنګ له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې طالبان دې منزوي کړي او له دې ډلې سره دې له هر ډول تعامل څخه ډډه وکړي.
170310106567206800.jpg

طالبان: له موږ سره زر ۱۰۰۰ ښځې بندیانې دي

طالبان په لومړي ځل د دوی په بندخونو کې د ښځو بندیانو په اړه جزییات خپاره کړل او د دغه راپور پر بنسټ، لږ تر لږه زر ۱۰۰۰ تنه ښځې د طالبانو په بندخونو کې زندانیانې دي.
inline_image_preview.jpg

پاکستان کې امنیتي کړکېچ، پوځ د ۳۷ وسله‌والو د وژلو ادعا وکړه

پاکستان کې د ورستیو خونړیو بریدونو په ترڅ کې د دغه هېواد پوځ اعلان وکړ چې مخالف وسله وال یې سخت ځپلی او ۳۷ تنه مخالفین یې وژلي دي. طرزپرس: واشنګټن پوست د پاکستان د پوځ په حواله راپور ورکړی، چې پاکستاني پوځيانو په څو نظامي عملیاتو کې مخالفو وسله والو ته یې درنه تلفات اړولي دي.