د طالبانو مشر ملا هیبت الله له لیلي دښتې لیدنه کړې

طرز پرس

12 سنبله 1403

13e610a9-af89-4dbb-917f-9101098cc07c.jpeg

طالبانو خبر ورکړی چې د دوی مشر ملا هیبت الله شبرغان ته خپل د سفر په لومړي ورځ ليلي دښتې ته ورغلی او هلته یې خپلو وژل شویو جنګياليو ته دوعاګانې کړي دي.
طرز پرس- «ليلي دښته» د افغانستان په شمالي ولایت جوزجان کې هغه سیمه ده، چې د ۲۰۰۱ کال په دسمبر میاشت کې په سلګونو طالبان پکې وژل شوي وو. له دغه پېښې مختلف روايتونه راغلي چې ځینې یې څو سوه طالب زندانیان یادوي او ځینې نور یې څو زره طالب جنګيالي یادوي، چې په دغه دښته کې وژل شوي دي.
راپورونه وايي چې دغه وژنې د جنبش ګوند پورې اړوند مارشال دوستم ته وفادارو ځواکونو لخوا هغه مهال ترسره شوي دي چې د طالبانو زندانیان له کندز څخه شبرغان ته لېږدول کېدل؛ خو مارشال دوستم په ۲۰۰۹ کال کې دا تورونه رد کړي وو. د امریکا د وخت ولسمشر، بارک اوباما په همدې ۲۰۰۹ کال کې د دې خونړۍ پېښې په اړه د پلټنو امر کړی وو؛ خو له دې پېښې نور جزییات خپاره نشول. 
طالبانو ويلي چې ملاهیب الله دښت ليلي ته ورغلی او هلته یې خپلو وژل شویو جنګيالیو ته دوعاګانې کړي او وروسته د ليلي‌ دښتي د شهیدانو د اشرف المدارس له مدرسې څخه هم لیدنه کړې ده. طالب سرچینې همدراز وايي چې ملا هیبت الله د جوزجان ټولو ملکي او نظامي مسوولینو سره ليدلي او مهم سپارښتنې یې ورته کړي دي؛ خو د ملاهیبت الله د دغو مهمو سپارښتنو په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.