د طالبانو د پوځ مشر د ملا هبت‌الله د پرېکړې خلاف: افغانستان ښځینه ډاکټرانو ته اړتیا لري

آصف ندیم

طرز پرس

30 قوس 1403

Fitrat-Fasihudin.jpg

په داسې حال کې چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله په وروستیو کې د نجونو پر مخ د طبي مؤسسو د تړلو امر کړی، خو د دې ډلې د پوځ مشر فصیح‌الدین فطرت په ښکاره د همدې پرېکړې خلاف وايي، چې افغانستان ښځینه ډاکترانو ته اړتیا لري.

فطرت د جمعې په ورځ، د لیندۍ ۳۰مه، په کابل کې د طالبانو د دفاع وزارت د طبي علومو اکاډمۍ په یوه غونډه کې وویل: «په یوه اسلامي نظام کې د طب زده‌کړه فرض عین ده، او افغانستان ښځینه او نارینه ډاکټرانو ته جدي اړتیا لري.» د طالبانو د پوځ مشر په دې باور دی چې د ښځینه ډاکټرانو نشتوالی نه یوازې د افغانستان د عامې روغتیا سیستم ته زیان رسوي، بلکې د اسلامي ارزښتونو او ټولنیز اړتیاوو پر وړاندې هم یو لوی خنډ دی.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر ملا هبت الله څو وخت مخکې د نجونو پر مخ د طبي زده کړو پر بندولو امر وکړ، خو د دې پرېکړې عملي کېدل په ټول هېواد کې سختې نیوکې پارولې دي.

د کورنیو او نړیوالو غبرګونونه
د طالبانو د مشر د دغه امر په غبرګون کې، په کور دننه ګڼې کورنۍ د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمنې دي. هغه ښځینه زده‌کوونکي چې د طب پوهنځیو کې یې زده‌کړې کولې، د خپل مسلک او راتلونکي په اړه خپل ناڅرګند برخلیک له کبله سخت ځوريږي.

له بلې خوا، نړیوالو سازمانونو او د بشري حقونو سازمانونو د طالبانو دا پرېکړه د ښځو د حقونو څرګند نقض ګڼلی دی. هغوی ټینګار کړی چې د ښځو زده‌کړه د ټولنې د پرمختګ لپاره بنسټیز حق دی او د هغې مخنیوی د افغانستان د راتلونکي لپاره ناوړه پایلې لرلی شي.

د طالبانو داخلي اختلافات؟
د فصیح‌الدین فطرت څرګندونې پر هغو ورستیو راپورونو هم د تایید مهر لګوي چې د ښځو د تعلیم په برخه کې د طالبانو د لوړپوړو چارواکو ترمنځ ژور کورني اختلافات شتون لري. دا څرګندونې په ښکاره ډول د ملا هبت‌الله د پرېکړې خلاف دي، چې ښایي د دې ډلې د مشرتابه په منځ کې د نظرونو جدي توپیر څرګند کړي.