د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن، وایي چې طالبان پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او اوس له جدي نړیوال انزوا سره مخ دي. نوموړي دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ، د لیندۍ ۲۸مه، په نیویارک کې د بهرنیو اړیکو شورا غونډې ته وکړې او خبرداری یې ورکړ چې دغه انزوا باید نورو اسلامي ډلو لکه په سوریه کې د هیئت تحریر الشام، لپاره د عبرت درس وي.
بلینکن زیاته کړه: «طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو سره هڅه وکړه چې یو نرم او معتدل انځور وړاندې کړي، خو د دوی اصلي څېره ډېر ژر څرګنده شوه. دغه چلند د نړیوالې ټولنې باور له دې ډلې واخیست او اوس طالبان له سخت نړیوال انزوا سره مخ دي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې دا تجربه ښیي هره ډله چې غواړي له نړۍ سره اړیکې ولري، باید د خلکو حقونو ته درناوی وکړي، یو ټولشموله حکومت جوړ کړي او د لږکیو اړتیاوو او امنیتي اندېښنو ته ځواب ووايي. نوموړي هیئت تحریر الشام ته مشوره ورکړه چې د طالبانو له ورته تجربې د مخنیوي لپاره باید په هېواد کې د پرمختګ او مدیریت لپاره مشخص ګامونه واخلي.
بلینکن همدارنګه د طالبانو هغو ژمنو ته اشاره وکړه چې د واک نیولو دمخه یې کړې وې؛ ژمنې چې د ښځو حقونو ته درناوی او د ټولشموله حکومت جوړول پکې شامل وو. هغه زیاته کړه: «طالبانو هیڅ یوه ژمنه عملي نه کړه او همدې عمل د دوی انزوا یقیني کړه. دغه برخلیک د هرې هغې ډلې په انتظار کې دی چې د خلکو اړتیاوو او نړیوالو معیارونو ته ځواب ونه وایي.»
دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح شوې چې هیئت تحریر الشام په سوریه کې د نړیوالې ټولنې تر څار لاندې دی او د دې ډلې راتلونکې کړنې به د دوی او نړۍ ترمنځ د اړیکو برخلیک وټاکي.