احمد شرع: سوریه په افغانستان نه بدلېږي، د ښځو حقونه لومړیتوب دی

جعفر فیصل

طرز پرس

29 قوس 1403

Ge0op4bWIAADN7B.jpg

احمد شرع، چې پرون د یاغیانو مشر و او نن د سوریې واکمن دی، په دمشق کې د الشعب له ماڼۍ څخه نړیوالو ته یو څرګند پیغام ورکړ: سوریه هېڅکله په افغانستان نه بدلیږي. هغه ټینګار وکړ چې د ښځو له حقونو او د خلکو له آزادیو ملاتړ کوي او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د هیئت تحریر الشام پر وړاندې بندیزونه لرې کړي.

شرع دغه څرګندونې د بي‌بي‌سي انګلیسي څانګې سره په یوه مرکه کې وکړې. د مرکې پر مهال هغه په غیرنظامي جامو کې ښکاره شو، ارام و، او هڅه یې کوله چې د دې رسنۍ له لارې نړۍ ته د خپل منځلاري تصویر وړاندې کړي. احمد شرع، چې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د بشار اسد د رژیم پر وړاندې د مخالفو وسله والو مشري کوله او د چټک سقوط لامل شو، همدارنګه له نړیوالو وغوښتل، چې د هیئت تحریر الشام نوم د ترهګریزو سازمانونو له تور لیسته لرې کړي.

نوموړي زیاته کړه: «سوریه د خپلو ګاونډیو او لوېدیځ لپاره ګواښ نه دی او موږ د بندیزونو د لرې کولو او د هیئت تحریر الشام د بیا کتنې غوښتنه کوو.» احمد شرع وویل، دغه بندیزونه په ځانګړې توګه د پخواني رژیم "بشار اسد" پر وړاندې ولګول شول، او اوس باید "ظالم او قرباني" په یوه ډول ونه چلند شي. هغه ټینګار وکړ چې ډله یې هیڅکله ملکي سیمې یا خلک په نښه نه کوي او ځان د اسد د رژیم د جرمونو قرباني ګڼي.

احمد شرع په صراحت سره رد کړه چې سوریه دې د افغانستان په څېر هېواد ته بدله شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د عنعناتو او فکرونو په برخو کې پر ژورو توپیرونو یې ټینګار وکړ. هغه د ښځو د تعلیم ملاتړ وکړ او وویل: «د ادلب په پوهنتونونو کې د نجونو شمېر د زده‌کوونکو له ۶۰ سلنې څخه زیات دی.»

هغه د شراب څښلو په څېر موضوعاتو په اړه په ځواب کې وویل چې دا مسلې به د سوریې د قانوني کارپوهانو یوې کمېټې لخوا حل شي، چې اساسي قانون به جوړ کړي. هغه زیاته کړه چې هر حکمران یا ولسمشر به د قوانینو پابند وي.

د احمد شرع دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې نړۍ منتظره ده وګوري چې هغه په راتلونکو میاشتو کې څه ډول هېواد جوړوي او څنګه یې اداره کوي.