افغانستان، هغه هېواد دی چې له کلونو جګړو او ناخوالو سره مخامخ دی؛ خو اوس د یو نوي او ژور بحران سره لاس او ګریوان دی: پراخه لوږه چې د میلیونونو خلکو ژوند ګواښي. د خوړو نړیوال پروګرام د وروستیو راپورونو پر اساس، په افغانستان کې له ۱۵ میلیونو زیات خلک نهشي کولی خپله راتلونکې خواړه پیدا کړي. په داسې حال کې چې د دې هېواد سخت ژمی رانژدې کېږي، ګڼې کورنۍ به د خوراکي موادو کمښت او له زغم وتلې یخنۍ سره مخامخ شي، داسې وضعیت چې د ماشومانو ژوند یې له سخت ګواښ سره مخ کړی دی.
د افغانستان اوسنی بحران د بېلابېلو هغو لاملونو پایله ده چې ټول پر یو وخت پر افغانانو تپل شوي. یو له مهمو لاملونو څخه، د بشر خوښوونکو مرستو کمېدل دي. د ملګرو ملتونو د راپورونو پر اساس، په ۲۰۲۴ کال کې یوازې ۳۷.۵ سلنه هغه بودیجه چې افغانستان ته غوښتل شوې وه، پوره شوې ده. دغه د پام وړ کموالی نه یوازې د خوراکي موادو او روغتیايي خدماتو ترلاسه کول سخت کړي، بلکې د خلکو د ژوند کولو هیله هم له منځه وړې ده.
په هغو لیرې او غرنیو سیمو لکه بدخشان او بامیان کې خلک لا ډېر زیانمن شوي او هېڅ ډول مرستو ته لاسرسي نه لري. ډېرې کورنۍ د لومړنیو امکاناتو د نشتوالي له امله د لوږې او یخنۍ په وړاندې له سختو کړاوونو سره مخ دي.
د ښځو او ماشومانو وضعیت تر ټولو ډېر اندېښمنوونکی دی
په دا وضعیت کې د ښځو او ماشومانو حالت تر نورو ډېر اندېښمنوونکی دی. د ماشومانو او شیدو ورکوونکو میندو په منځ کې د خوارځواکۍ کچه په بېساري ډول لوړه شوې ده. اوس له ۱۲ میلیونو زیاتې ښځې او ماشومان له دې ستونزې سره لاس او ګریوان دي. دوی عاجلې روغتیايي پاملرنې ته اړتیا لري، خو پراخه لوږه او روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي محدودیت، لامل شوی چې ډېر خلک له خپل ژوند ناهيلي شي.
د ماشومانو خوارځواکي نه یوازې د هغوی فزیکي روغتیا ګواښي، بلکې د افغانستان راتلونکې هم له جدي خطر سره مخامخ کوي. ځکه دغه ماشومان، چې د هېواد راتلونکی نسل دی، په داسې شرایطو کې لویېږي چې نه یوازې دوی ته کافي خواړه، بلکې د یوې سالمې ژوند لپاره لږ تر لږه هغه لومړني امکانات هم نشته.
د نړیوالو سازمانونو پر فعالیتونو محدودیت
له دې سره، هغه محدودیتونه چې طالبان د نړیوالو بشردوستانه سازمانونو په فعالیتونو لګولي دي، وضعیت لا سخت کړی دی. له هغه وخت راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي، ګڼ شمیر مرستندویه سازمانونه له جدي خنډونو سره مخ دي او آن د فعالیت د بشپړ درولو ګواښونه ورته شوي دي.
دغه محدودیتونه، د نړیوالو مرستو د کمېدو ترڅنګ، په مستقیم ډول د میلیونونو افغانانو ژوند اغېزمن کړی او د دې سبب شوی چې د فقر او لوږې بحران په بېساري ډول زیات شي.
د نړیوالې ټولنې د عاجل اقدام اړتیا
په افغانستان کې د لوږې بحران د نړیوالې ټولنې د عاجل او همغږي اقدام ته اړتیا لري. د بشر خوښوونکو مرستو زیاتوالی او د محرومو او لرې پرتو سیمو تمرکز کولای شي له دې بحران څخه د مخنیوي لپاره مرسته وکړي. همدارنګه، دا ډېره مهمه ده چې د طالبانو لخوا د مرستندویه سازمانونو پر فعالیتونو د محدودیتونو د لرې کولو لپاره نړیوال فشار زیات شي ترڅو مرستې پرته له خنډونو د اړمنو خلکو لاس ته ورسیږي.
که چیرې دا اقدامات ژر تر ژره ترسره نه شي، په افغانستان کې انساني بحران به هره ورځ ژورېږي او د میلیونونو خلکو ژوند به له خطر سره مخ کړي. افغانستان نن د یوې انساني ناورین پر درشل ولاړ دی چې یوازې د نړیوالې همکارۍ او اقداماتو له لارې کنټرول کېدای شي.