په تېرو درېو کلونو کې، د افغانستان ښځې د طالبانو د ظلم او سخت دریځۍ پر وړاندې د مقاومت په یوه سمبول بدلې شوې دي. دغه مقاومت په داسې حال کې رامنځته شوی چې طالبانو له سختو او ظالمانه سیاستونو سره، یوازې ښځې د اصلي هدف په توګه په نښه کړي دي. طالبانو چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې بیا په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، له پیل څخه یې له سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او کلتوري برخو څخه د ښځو د څنډې کولو لپاره یو لړ منظمې برنامې پلې کړې. هغه محدودیتونه چې د افغانستان ښځې ورسره مخامخ دي، په نړۍ کې بېساري دي. له زده کړو څخه د نجونو له منع کولو نیولې تر دې چې ښځې په نړیوالو او داخلي سازمانونو کې له کار کولو منع شوې دي. حتی په عامه ځایونو لکه پارکونو او حمامونو کې د ښځو شتون هم منع شوی دی. دغه سیاستونه نه یوازې د ښځو د بنسټیزو انساني حقونو څخه سرغړونه ده، بلکې د افغانستان په ټولنه، په ځانګړې توګه د هیواد په اقتصاد باندې ژورې منفي اغیزې لرلې دي.
له دغو پراخو ځپنو سره سره؛ خو د افغانستان ښځو چوپتیا غوره نه کړه. هغوی د طالبانو د بیا واکمنۍ له لومړیو ورځو څخه پراخه او زړوره مبارزه پیل کړه. د کابل، هرات او مزارشریف په څېر ښارونو کې د سړکونو مظاهرې د دې مقاومت یوه بېلګه ده. ښځې د «ډوډۍ، کار، ازادي» په څېر شعارونو سره سړکونو ته راووتلې او د خپلو بنسټیزو حقونو غوښتنه یې وکړه. دغو مظاهرو د طالبانو له تاوتریخوالي سره مخ شوې، او ډېرې ښځې ونیول شوې، شکنجه شوې یا ورکې شوې. خو دا ظلمونه نه یوازې هغوی چوپ نه کړل، بلکې د هغوی عزم یې د مبارزې لپاره نور هم پیاوړی کړ. د افغانستان ښځو په ښه توګه وښوده چې حتی د نړۍ د یو له سختو رژیمونو پر وړاندې هم د درېدو وړتیا لري.
د افغانستان د ښځو مقاومت یوازې د هیواد دننه محدود نه دی. له افغانستان څخه بهر هم، افغانو ښځو د ټولنیزو رسنیو، نړیوالو کنفرانسونو او د بشري حقونو له سازمانونو سره د همکارۍ له مخې هڅه کړې چې د افغانستان دننه د ښځو غږ نړۍ ته ورسوي. هغوی توانېدلي چې د نړیوالې ټولنې پام د افغانستان د بشري حقونو بحراني حالت ته راواړوي. دغه هڅې نه یوازې دا چې د افغانستان د ښځو حقونو موضوع یې د نړیوالو لومړیتوبونو په ډله کې راوستله، بلکې پر طالبانو یې د خپلو سیاستونو د بدلولو لپاره فشار هم زیات کړی دی.
په دې سره، د افغانستان د ښځو مقاومت له ډېرو ننګونو سره مخ دی. یو له سترو خنډونو څخه، د ډېرو افغان نارینهوو چوپتیا ده. په داسې حال کې چې ښځې د بېساري زړورتیا او خطر منلو سره مبارزه کوي، ډېر نارینه د بېلابېلو دلایلو له امله، لکه د طالبانو له سزا څخه ویره یا دودیز باورونه، له دغو حرکتونو د مستقیم ملاتړ څخه ډډه کوي. دغه چوپتیا نه یوازې د طالبانو فشار پر ښځو زیات کړی، بلکې ټولنیز چاپېریال یې هم د طالبانو په ګټه بدل کړی دی. ډېرې ښځې په خپلو کورنیو کې د دې چوپتیا او بېعملۍ له امله له لا ډېرو محدودیتونو سره مخ دي.
سربېره پر دې، د ښځو د حقونو په برخه کې د فعالو ډلو او سازمانونو ترمنځ بېلابېلوالي هم یوه جدي ننګونه ګڼل کېږي. د مختلفو نسلونو د ښځینه فعالانو ترمنځ اختلافات او د سازمانونو ترمنځ د همغږۍ نشتون، د یوې متحدې جبهې جوړول ستونزمن کړي دي. دا مسئله په داسې حال کې ده چې اتحاد او انسجام کولای شي د طالبانو پر وړاندې او د موجوده شرایطو د بدلولو لپاره یو له اغېزمنو وسیلو څخه وي. هغه غونډې چې د افغان ښځو د یووالي لپاره په البانیا، ژنوا او اسپانیا کې ترسره شوې دي، د ښځو ترمنځ د همغږۍ او اتحاد لپاره هڅې وې، خو دغه هڅې لا هم د لا ډېرو پیاوړتیاوو اړتیا لري.
له بلې خوا، په افغانستان کې د اقتصادي او امنیتي خراب حالت هم د ښځو مقاومت له لا ډېرو ستونزو سره مخ کړی دی. ډېرې کورنۍ د بېکارۍ او سختې بېوزلۍ له امله د نارینهوو مالي ملاتړ ته اړتیا لري، او ښځې په عملي توګه له هر ډول اقتصادي فعالیت څخه بېبرخې شوې دي. په داسې حالاتو کې، اقتصادي او ټولنیزې ستونزې په یو وخت د ښځو مقاومت لا سختوي.
سره له دې ټولو ستونزو، د افغانستان ښځې توانېدلې چې په تر ټولو سختو حالاتو کې خپل غږ پورته کړي او وښيي چې زړورتیا او مقاومت کولای شي د سختو محدودیتونو پر وړاندې د بدلون لپاره یوه لار پرانیزي. هغوی داسې مهال مبارزه کوي چې نړیواله ټولنه تر اوسه پورې د هغوی لپاره کافي او اغېزمن ملاتړ نه دی کړی. د نړۍ هېوادونه، په ځانګړې توګه هغه حکومتونه چې مخکې په افغانستان کې شتون درلود، مسؤلیت لري چې نه یوازې د افغان ښځو د حقونو د دفاع لپاره اقدام وکړي، بلکې د هغوی د مقاومت د ملاتړ لپاره اړین شرایط برابر کړي.
د افغانستان د ښځو مقاومت د طالبانو پر وړاندې د دې هېواد د معاصر تاریخ یوه له روښانه پاڼو څخه ده. دغه ښځې نه یوازې د خپلو حقونو لپاره، بلکې د راتلونکو نسلونو لپاره د یو ښه راتلونکي د ساتلو لپاره درېږي. د هغوی مقاومت نړیوالې ټولنې ته دا یادونه کوي چې حتی په تر ټولو تیاره ورځو کې هم امید ژوندی پاتې کېدای شي او بدلون ممکن دی. دغه مبارزه نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري، ځکه د افغانستان د ښځو راتلونکی د نړۍ د بشري حقونو له راتلونکي سره تړلی دی. د افغانستان ښځې نن ورځ د زړورتیا، استقامت او امید نښه دي، د ټولو هغو کسانو لپاره چې د بېعدالتۍ پر وړاندې درېږي.