داعش او د طالبانو ننګونې؛ مرګوني بریدونه او د امنیتي جوړښتونو له منځه تلل

حامیه نادري

طرز پرس

24 قوس 1403

2323.jpg

سره له دې چې طالبان په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې د ځپلو په اړه تکراري ادعاوې کوي، خو دغه ډله ورځ تر بلې د طالبانو پر ضد خپلو ځانمرګو او هدفي بریدونو ته زور ورکوي. داعش په تېرو درېیو کلونو کې توانېدلې چې د طالبانو یو شمېر لوړپوړي چارواکي هدف وګرځوي او د دې ډلې واکمن جوړښت ته جدي زیان ورسوي.

تازه د طالبانو د کډوالو سرپرست وزیر او د حقاني شبکې یو مهم غړی خلیل‌الرحمان حقاني، په خپل دفتر کې د یو ځانمرګي بریدګر له لوري ووژل شو. دغه برید نه یوازې په تېرو درې کلونو کې د طالبانو د یو وزیر لومړنی وژل دي، بلکې د داعش لپاره یو ستر بری او لاسته راوړنه ګڼل کېږي.

خلیل‌الرحمان حقاني، د حقاني شبکې له مطرحو څېرو څخه و چې د دې شبکې په پیاوړتیا او د طالبانو مشرانو ته په مشوره ورکولو کې مهم رول درلود. د هغه وژل د طالبانو د واکمن جوړښت لپاره یو سخت ګوزار و. تر هغه مخکې هم د طالبانو یو شمېر چارواکي د داعش د بریدونو هدف ګرځېدلي دي.

په بلخ کې د طالبانو مخکینی والي، محمد داوود مزمل، چې د ملا هبت‌الله اخوندزاده نږدې کس ګڼل کېده، په ۱۴۰۱ کال کې په خپل دفتر کې ووژل شو. هغه له دې مخکې په ننګرهار کې د داعش پر وړاندې د مبارزې مسئول و.
په همدې حال کې څو وخت مخکې، د طالبانو بانفوذه مذهبي شخصیت او د دې ډلې ایدئولوژیک ملاتړ کوونکی، رحیم‌الله حقاني، هم په کابل کې د داعش له لوري ووژل شو. په بدخشان کې د طالبانو د والي مرستیال، نثار احمد احمدي، په یوه سړک غاړې چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ، او صفی‌الله صمیم، چې په بغلان کې د طالبانو پخوانی د پولیسو قومندان و، د یوه فاتحه په مراسمو کې ووژل شو.

د داعش ترهګرې ډلې دا بریدونه د طالبانو په امنیتي جوړښت کې کمزورتیا په ډاګه کوي. د داعش بریدګرو څو ځله د طالبانو د امنیتي پلټنو خنډونه مات کړي او لوړپوړي چارواکي یې په دفترونو، جوماتونو او حتی رسمي مراسمو کې هدف ګرځولي دي. له څاروییزو کمرو ترلاسه شوې ویډیوګانې ښيي چې دغه بریدونه په دقیقه پلان جوړونه او د طالبانو د امنیتي سیستمونو په نفوذ سره ترسره شوي دي.

که څه هم طالبان تل ادعا کوي چې په ټول افغانستان بشپړ واک لري او امنیت یې ټینګ کړی، خو د دوی لوړپوړو چارواکو لکه خلیل‌الرحمان حقاني او محمد داوود مزمل وژل کېدل د داعش پر وړاندې د طالبانو د جدي ننګونو ښکارندويي کوي.

داعش د خپلو کلاسیکو تکتیکونو لکه ځانمرګو بریدونو او بمي چاودنو په کارولو سره هڅه کوي طالبان کمزوري کړي او خپله ځواکمني وښيي. دا ډله تر دې دمه وزارتونه، سیمه‌ییزې ادارې، جوماتونه او حتی د کندهار د بانکونو لیکې هدف ګرځولي او طالبانو ته یې درانه تلفات اړولي دي.

برسېره پر دې فزیکي ګواښونو، داعش او طالبان په ایدئولوژیک ډګر کې هم په ټکر کې دي. که څه هم دواړه ډلې په سلفي-جهادي نظریه ټینګار لري، خو د دوی تګلارې له بنسټیزه سره توپیر لري. داعش په دې باور دی چې طالبان د "حقیقي اسلامي دولت" په جوړولو کې له کفارو سره مرسته کوي او له همدې امله د طالبانو سخت مخالف دي.

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې، رزا اوتنبایوا، په دې وروستیو کې په امنیت شورا کې ټینګار وکړ چې د خلیل‌الرحمان حقاني وژل کېدل د طالبانو په امنیت ټینګولو او د هېواد په مدیریت کې د کمزورتیا څرګندونه کوي.

د داعش بریدونه او د طالبانو په امنیتي جوړښتونو نفوذ ښيي چې دغه ډله نه یوازې په دې نه ده توانېدلې چې داعش له منځه یوسي، بلکې لا هم د دې ډلې پر وړاندې زیان منونکي دي. دا حالت د طالبانو د امنیت تامینوونکي ځواک په توګه عمومي تصور تر پوښتنې لاندې راولي او د دې ډلې راتلونکي ته جدي ننګونې راولاړوي.