په کابل او بګرام کې دوه چاودنې؛ جزئيات څېړل کېږي

طرز پرس

29 قوس 1403

Pashto (1) (1).jpg

سیمه ییزې سرچينې وايي چې په کابل ښار او پروان ولايت کې دوه جلا چاودنې شوې دي.
سرچينې چې د چاودنو شاهدان وې، طرز پرس ته وويل چې لومړۍ چاودنه نن ماښام د کابل د شپږمې امنيتي حوزې اړوند په «پل سوخته» سيمه کې شوې ده. دا سيمه د کابل له يوه ګڼه ګونې سیمې څخه ده.
تر اوسه د چاودنې ډول او احتمالي تلفاتو په اړه معلومات نشته او د طالبانو امنيتي چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي. څو شېبې مخکې، د کابل په پروان ولسوالۍ کې د بګرام هوايي ډګر د دروازې مخې ته د یوې بلې چاودنې په اړه راپورونه خپاره شوي وو.
تر اوسه، هيڅ ډلې د دې چاودنو مسئوليت پر غاړه نه دی اخيستی.