د ماګدبورګ کرسمس بازار کې د موټر پر مټ مرګونی برید: ۱۱ کسان وژل شوي او ۸۰ ټپیان دي

طرز پرس

1 جدی 1403

vienna-terror-attack-1604354303.jpg

د آلمان رسنیو راپور ورکړی چې د ماګدبورګ ښار د کرسمس په یو بازار کې د موټر پر مټ یو مرګونې پېښه رامنځته شوې چې لږ تر لږه، ۱۱ کسان پکې وژل شوي او له ۸۰ ډېر ټپیان شوي دي.

دا پېښه هغه وخت وشوه چې یو موټر په لوړه چټکتیا د بازار په منځ کې پر خلکو ورننوت. د «بیلد» ورځپاڼې په وینا، دا پېښه د ښار په یو له ګڼه ګوڼې ډک ځای کې شوې او څارونکو کامرو له خلکو سره د همدې موټر د وحشتناک ټکر شېبې ثبتې کړي دي.

د ماګدبورګ پولیسو سمدستي د سیمې د امنیت لپاره پراخه عملیات پیل کړل. امنیتي ځواکونو په چټکۍ سره د یاد موټر چلوونکی ونیو. چارواکو ویلي دي چې د دې موټر چلوونکی په قصدي ډول په لوړ سرعت سره دې بازار ته ننوتی دی.

که څه هم تر اوسه د دې پېښې اصلي انګیزه په رسمي توګه نه ده څرګنده شوې، خو د الماني رسنیو ویلي چې دا پېښه د موټر په وسیله یوه قصدي برید وو.

په آلمان کې د کرسمس بازارونه معمولاً د کورنیو او سیلانیانو لپاره په زړه پورې ځایونه دي، خو دا پېښه د خلکو په منځ کې د غم او وحشت فضا خپره کړې ده. ځایي چارواکو له خلکو غوښتنه کړې چې د پېښې ځای ته د تګ څخه ډډه وکړي او د پولیسو لارښوونې تعقیب کړي.