خلیل‌زاد: نړیوال نظام سره د یوځای کېدو چل له احمد شرع زده کړئ

طرز پرس

1 جدی 1403

5452556313_1c7f44506e_n.jpg

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د واشنګتن لخوا د تحریر شام د مشر، د نیولو لپاره د ۱۰ میلیونه ډالرو جایزې د لغوه کولو په غبرګون کې یوه مهمه خبره کړې ده. نوموړي د اشارې په بڼه طالبانو ته ویلي چې له نړیوال نظام سره د یو ځای کېدلو چل له احمد شرع زده کړي.
خلیل‌زاد په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي: «آیا طالبان به دې ته پام وکړي؟ نور کسان چې ورته شرایط لري، کولی شي له احمد شرع څخه زده کړي چې څنګه له نړیوالې ټولنې سره تعامل وکړي.»

دغه څرګندونې تر هغو خبرونو وروسته مطرح کیږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د احمد شرع د نیولو لپاره د ۱۰ میلیونه ډالرو جایزې د لغوه کولو پرېکړه یې کړې ده. منځيني ختيځ لپاره امریکايي ډپلمات باربارا لیف، تر دې مخکې ویلي وو چې دغه پریکړه د احمد شرع د هغه ژمنې پراساس شوې چې په سوریې یا له سوریې بهر، ترهګریزو ګروپونو ته د ګواښ د رامنځته کولو اجازه نه ورکوي.

خلیل‌زاد دغه وروستي تحولات، طالبانو لپاره یو فرصت بللی چې ګوندې هغوی هم له نړیوالو معیارونو سره ځان برابر کړي. د امریکا دغه پریکړه په غیر مستقیم ډول ښيي چې له نړیوالې ټولنې سره تعامل ممکن دی، حتی د هغو ډلو لپاره چې په لومړي سر کې د ګواښ په توګه پېژندل شوي و، خو اوس یوازې باید خپلو نړیوالو ژمنو ته ټينګ پاتې شي.