د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، اوس تقریبا هغه ارمان یې پوره شوی چې د طالبانو له واکمنۍ مخکې یې ویلي وو، که سوله راشي نو دی به په ټول افغانستان وګرځي.
کرزي دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د لیندۍ ۲۸مه، په پکتیا کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني کور کې مطرح کړي دي. د پخواني ولسمشر پر ایکس پاڼه لیکل شوي چې نوموړی د طالبانو د جګپوړي غړي خلیل الرحمن حقاني وژل کېدو له کبله، د سراج الدین حقاني کور ته ورغلی او حقاني ته یې د تعزیت ډاډ ورکړی دی.
د ښاغلي کرزي له سفر څخه یوې باخبرې سرچینې د نوموړي له قوله طرز پرس ته وویل، چې تر اوسه د هېواد داسې یوې لرې پرتې سیمې ته نه دی تللی. د سرچینې په وینا، ښاغلي کرزي ویلي: «پخپله پاچاهۍ کې هم دومره نه وم ارام اونه د هېواد یوې داسې غرنۍ سیمې ته تللی وم. اوس مې تقریباً هغه ارمان پوره کیږي چې ويلي مې ول، که سوله راله، فلاني او فلاني ولایت ته به ځم. اوس، د مزار پرځای اول راغلم د پکتیا ګردې څېړې ته. خدای مو دې بل ځل په شادۍ سره یوځای کړي.»
حامد کرزي خپله پخوانۍ خاطرې ته اشاره کړې. نوموړي د ۲۰۲۰ کال د اګست په یوولسمه، کابل کې د سولې مشورتې جرګې په اړه یوې غونډې ته په خوشبینۍ سره ویلي وو: «که سوله راشي، یوه ورځ به هم په کور کې نه کښېنم او د هېواد له یوې خوا څخه بلې خوا ته به سفرونه کوم.»
په همدې غونډه کې د وخت ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو: «که سوله راشي، خپل پلرني کلي ته ځم او هغه کتابونه چې په ذهن کې مې دي، لیکم؛ ترڅو د ماشومانو لپاره یو ښه زمینه برابره کړم.»
له دغې غونډې پنځه کاله وروسته، پخوانی ولسمشر حامد کرزی نن د چهارشنبې په ورځ د پکتیا ګردې څېړې ته ولاړ؛ خو د وخت ولسمشر محمد اشرف غني ته دا چانس په لاس ورنغی او نوموړی د ۲۰۲۱ کال د اګست په پنځلسمه، خپله واکمني له لاسه ورکړه او په همدې ورځ اماراتو ته پناه یووړه.