یوه ډله افغانې ښځې په اسلاماباد کې د یلدا شپې په مناسبت راټولې شوې، څو د کال اوږده شپه ونمانځي. دا مراسم چې د ګوهرشاد بېګم سازمان او نورو فرهنګي بنسټونو لخوا جوړ شوي وو، یوازې یو ساده کلتوري جشن نه و. په دې غونډه کې ښځو د هنر، کلتوري هویت او اعتراضي پیغامونو په تلفیق سره خپل غږ نړۍ ته ورساوه.
یلدا په سیمهییز تاریخ او کلتور کې د تیارو پای او د رڼا د څرګ سمبول ګڼل کیږي. خو په تبعید کې افغانو ښځو لپاره دا شپه بل مفهوم هم درلود: د تیارو ظلم پر وړاندې مبارزه او د روڼ آزادۍ د ترلاسه کولو سمبول چې اشاره یې طالبانو ته ده. ګډونوالو ښځو، د افغانستان دودیزې جامې اغوستې وې او په هنري شیبو کې له خپلو کلتوري ریښو سره خپلې ژورې اړیکې څرګندې کړې.
راحل تلاش، چې د دې مراسمو یوه تنظیموونکې وه، وویل:
«یلدا زموږ لپاره یوازې یوه کلتوري مناسبت نه دی؛ بلکې د امید نښه ده. لکه څرنګه چې لمر د اوږدې شپې وروسته خېژي، موږ هم د افغان ښځو لپاره د روښانه راتلونکي په ختلو باور لرو.»
د یلدا شپه له دودیزې موسیقۍ، د هیلهبښونکو شعرونو لوستل او د مبارزې او مقاومت د کیسې له بیان سره مله وه. دا مراسم د هنر او اعتراض ګډه فضا وړاندې کړه؛ هغه ځای چې ښځو وکولی شوای د خپل مقاومت د څرګندولو لپاره له کلتور او هنر څخه د د یوې وسیلې په توګه استفاده وکړي. افغانې ښځې، د خپلو کلتوري او ټولنیزو ارزښتونو په ټینګار سره وښودله چې حتی په تبعید کې هم د هغوی غږ نه خاموشېږي.
طیبه رستاقي، چې د دې غونډې یوه ګډونواله وه، وویل:
«موږ له تیارو تېر شوي یو، او په هر فرصت کې هڅه کوو چې د امید رڼا ژوندۍ وساتو. د یلدا شپه زموږ لپاره د دې امید نښه ده.»
د دې مراسمو یو له اساسي موخو څخه، د افغانو ښځو پر ستونزمن وضعیت د نړیوالې ټولنې پام راجلبول و. ګډونوالو ټینګار وکړ چې له ښځو څخه د نړیوالو ملاتړ یوازې تر شفاهي اعلامیو باید محدودې نه وي، بلکې د شرایطو د ښه کولو او د افغانو ښځو د حقونو د ساتنې لپاره عملي اقداماتو ته اړتیا ده.
افغانو ښځو په دې غونډه کې نړۍ ته یو څرګند پیغام ورکړ:
«موږ نه یوازې خپل هویت او کلتور ساتلی دی، بلکې له دې څخه مو د مقاومت او د خپل پیغام د رسولو لپاره استفاده کړې ده. نړیواله ټولنه باید زموږ د برخلیک په اړه بېتفاوت پاتې نه شي.»
دا غونډه د کلتوري هویت او ټولنیزې مبارزې یو ښکلی انځور وړاندې کړ. افغانې ښځې نه یوازې د یلدا شپه د یوې دودیزې جشن په توګه ونمانځله، بلکې دا یې د ظلم او بېعدالتۍ پر وړاندې د اعتراض یوې وسیلې ته واړوله.
د یلدا شپه په اسلاماباد کې د افغانو ښځو د قوت او یووالي ښکاره ننداره وه. دا مراسم وښودله چې ان تر ټولو سختو حالاتو کې، د روښانه راتلونکي لپاره هیلې ژوندۍ پاتې دي. نړیوالو ته د افغان ښځو پیغام هم روښانه دی: هغوی د خپل هویت د ساتلو، د برابر حقونو د ترلاسه کولو او د غوره راتلونکي جوړولو لپاره مبارزه کوي.