د هیئت تحریر شام مشر احمد شرع په لومړي ځل یوې ښځې ته په رسمي ډول د حکومت په جوړښت کې ونډه ورکړه. عایشه الدبس د دې هېواد د ښځو چارو د دفتر مسؤله وټاکل شوه؛ دا ټاکنه نه یوازې د نړیوالو رسنیو پام ځانته اړولی، بلکې د سوریې د لنډمهالي حکومت په جوړښت کې یوه مهمه بدلون ګڼل کېږي.
عایشه الدبس، چې د بشري حقونو او ټولنیزو چارو فعاله ده، له دې وړاندې په ادلب کې د بشري مرستو او په ترکیه کې د سوریایي بېځایه شویو خلکو د ملاتړ په برخه کې فعالیت کاوه. اوس هغه په داسې یو حساس دولتي موقف کې ځای پر ځای شوې چې وکولای شي د حکومت په نوي جوړښت کې د ښځو ونډه پیاوړې کړي.
نوموړې له ټاکل کېدو وروسته له الجزیرې سره په خپله لومړۍ مرکه کې ویلي چې موخه یې د ښځو لپاره د برابر فرصتونو مساعدول دي، څو په ټولنیزو چارو کې فعال رول ولوبوي. الدبس ټینګار کړی چې ښځې د خپلو وړتیاوو له مخې کولای شي د سوریې په بیا رغونه کې مهم نقش ولري.
عایشه الدبس د راتلونکي ملي کنفرانس په اړه وویل چې په دې کنفرانس کې به د سوریې له بېلابېلو قومونو او ټولنو ښځې برخه واخلي، څو د نوي حکومت چوکاټ وټاکي. نوموړې د ښځو چارو د دفتر موجودیت او د یوې ښځې له خوا د دې دفتر مشري د ښځو د راتلونکي په اړه د اندېښنو لپاره روښانه ځواب وګاڼه.
د هغې په وینا، دا ګام څرګندوي چې لنډمهالی حکومت هڅه کوي د تصمیم نیونې په ډګر کې د ښځو ونډه په رسمیت وپېژني.
د عایشه الدبس ټاکنه په داسې حال کې شوې چې د سوریې د ښځو د حقونو په اړه پراخې اندېښنې موجودې دي. د لنډمهالي حکومت د ځینو مشرانو مخینه، لکه په القاعده کې غړیتوب، نړیوال څارونکي دې ته اندېښمن کړي چې د ښځو محدودوونکي سیاستونه به بیا ځل راژوندي شي.
خو د لنډمهالي حکومت مشران بیا ټینګار کوي چې د سوریې وضعیت د نورو هېوادونو لکه افغانستان څخه توپیر لري. د دوی په وینا، قبیلوي کلتور په سوریه کې ځای نه لري او د ښځو نقش په ټولنه کې نه شي انکارېدلی.
سره له دې، ځینې شنونکي باور لري چې دا ټاکنه ښایي د نړیوال ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره وي، نه د حکومت په سیاستونو کې ریښتینی بدلون.
په ورته وخت کې، په دمشق او نورو سیمو کې سلګونه سوریایي اتباعو مظاهرې وکړې او د سیکولریزم، دموکراسۍ او د ښځو د حقونو د تضمین غوښتنه یې وکړه. ښځو په دې غونډو کې فعاله برخه درلوده او د "هېڅ ازاد ملت د ازادو ښځو پرته شته نه شي" په څېر شعارونه یې پورته کړل.
دا مظاهرې څرګندوي چې د سوریې ټولنه، په ځانګړې توګه ښځې، تمه لري چې د عایشه الدبس په څېر نومول سمبولیک ګامونه د قوانینو او د حکومت په جوړښت کې واقعي بدلون ته لاره هواره کړي.
په پای کې، د عایشه الدبس ټاکنه په سوریه کې په رسمي موقف کې د یوې ښځې لپاره لومړی ګام کېدای شي د بدلون لپاره پیل وي. خو د دې ګام بریا به د ژمنو په عملي کولو او د ښځو لپاره د برابر حقونو په برابرولو پورې تړلې وي.
راتلونکی به وښيي چې دا ټاکنه یوازې یو سیاسي تاکتیک و یا د برابر او نوي سوریې د جوړولو لپاره یوه نمونه جوړېدلی شي.