د هیئت تحریر شام مشر احمد شرع، له یوه نوي او رسمي پوښښ سره یوځل بیا د رسنیو او ټولنیزو شبکو کاروونکو پام ځانته اړولی دی. نوموړي د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، ها کن فیدان سره لیدلي او په خپرو شويو انځورونو کې ښکاري چې شرع له نیکټایي او رسمي لباس سره څرګند شوی دی.
د شرع په دې ظاهري بدلون، چې مخکې له اسلامي دودیزو لباسونو سره پیژندل شوی و، نړیوالې ټولنې ته یو معنادار پیغام ورکړی دی. نوموړي له دغه انتخاب سره وښودله چې د ډیپلوماسۍ په ژبه پوهیږي او هڅه کوي چې ځان نه یوازې د یو پوځي رهبر بلکې د یو باوري سیاسي لوبغاړي په توګه وړاندې کړي.
د شرع وروستۍ لیدنې او په ځانګړې توګه د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر سره، په سیاسي لحاظ د پام وړ غبرګونونه راپورته کړي دي. شنونکي باور لري چې احمد شرع له دغه رسمي پوښښ سره هڅه کوي چې په نړیوال ډګر کې د هیئت تحریر شام تصویر بدل کړي. دا اقدام کېدای شي د دې ډلې د نوې ستراتیژۍ برخه وي ترڅو د سیمې هیوادونو ملاتړ ترلاسه کړي او له نړیوالو لوبغاړو سره تعامل ته زمینه برابره کړي.