تحریک طالبان پاکستان: ۳۵ پاکستاني پوځيان مو ووژل او ۱۵ نور مو ټپیان کړل

طرز پرس

2 جدی 1403

1fdd528d-719e-40f9-b1f1-4fae3c67e5d8_cx5_cy11_cw85_w1023_r1_s.jpg

تحریک طالبان پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د پاکستان د پوځ پر یوې امنیتي پوستې د خونړي چاودنې پړه منلې او ادعا یې کړې چې په دې برید کې، ۳۵ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي. د پاکستان حکومت هم پر خپلو پوځيانو دا برید منلی او لږ تر لږه د ۱۶ پاکستاني پوځيانو د وژل کېدو پخلی کړی دی. 

د پاکستان د پوځ د رسنیزې څانګې په یوه بیان کې راغلي چې د دسمبر په ۲۰ او ۲۱مه د شپې مهال، یوه ډله وسلوال په مکین سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته برید وکړ. د دې بیان له مخې، وسلوالو د سپکو او درنو وسلو په مرسته د پوستې نیولو هڅه وکړه. د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي، بریدګرو هڅه کوله چې د پوستې کنټرول ترلاسه کړي، خو د امنیتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شول.

د پاکستان پوځ منلې چې په دې برید کې ۱۶ پوځيان وژل شوي او د تحریک طالبان اته کسان هم پکې وژل شوي دي؛ خو تحریک طالبان پاکستان د برید پړه پر غاړه اخېستې او ادعایې کړې چې ۳۵ پاکستاني پوځيان یې وژلي او ۱۵ نور يې ټپيان کړي دي.