لینډزي ګراهام: ایران د یرغمل شویو اسرائيلي وګړو د وژل کېدو مسؤل دی

طرز پرس

13 سنبله 1403

5693837.jpg

د شپږو یرغمل شویو اسرائيلي وګړو تر وژل کېدو وروسته، د امریکا قانون جوړونکو او سناتورانو اعلان وکړ چې باید ډېر ژر د اسرائيل او حماس تر منځ په غزه کې اوربند وشي.
طرز پرس - د شپږو یرغمل شویو اسرائيلي وګړو جسدونه د یکشنبې په ورځ د ځمکې لاندې په یو تونل کې د فلسطين په غزه کې وموندل شول چې ویل کیږي د اسرائيلي ځواکونو تر رسیدو مخکې، حماس وژلي دي. دا پیښه په اسرائیل او امریکا کې پراخ غبرګونونه راپارولي او دوه ورځې کیږي چې په اسرائيل کې د صدر اعظم بنیامین نتانیاهو پر ضد پرله‌پسې مظاهرې روانې دي. مظاهره کوونکي نتانیاهو د یرغمل شويو اسرائيلي وګړو د وژل کېدو مسؤل ګڼي او د پاتې یرغمل شویو کسانو د سمدستي آزادۍ غوښتنه کوي.
په همدې حال کې، د امریکا جمهوري غوښتونکی سناتور لینډزي ګراهام بیا بل فکر لري او غواړي د فلسطیني ډلې حماس اصلي ملاتړ کوونکي په توګه پر ایران فشار راوړل شي. ګراهام د ای‌بي‌سي شبکې ته وویل، امریکا او اسرائيل باید ایران د پاتې یرغمل شویو وګړو د برخلیک پر وړاندې مسؤل وګڼي. دغه امریکایي سناتور ټینګار وکړ: «که یرغمل شوي وګړي را خلاص نشي، باید د ایران د تېلو تصفیه‌خونې په نښه شي.»