د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې واشنګټن په افغانستان کې له جګړې او وسلهوالې نښتې ملاتړ نه کوي.
طرز پرس: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر فاکس نیوز ته ویلي چې واشنګټن نه غواړي افغانستان بیا جګړې ته لاړ شي. ښاغلي میلر زیاته کړې چې افغانستان له ۴۴ کلونو راهیسې په جګړه کې ښکېل دی او دا بس ده. دا په داسې حال کې ده چې د مقاومت په نوم یوې ډلې ادعا کړې چې د طالبانو پر وړاندې له جنورۍ میاشتې راهیسې یې تر اوسه له ۲۰۰ څخه زیات عملیات ترسره کړي دي، خو د دغو عملیاتو جزئیات لا هم روښانه نه دي چې کله او څنګه د طالبانو پر وړاندې ترسره شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۱ په اګست میاشت کې د افغانستان د جمهوریت حکومت له سقوط وروسته، طالبان پر افغانستان واکمن شول او تر نن پورې د افغانستان ټوله خاوره د دې ډلې تر بشپړ کنټرول لاندې ده او هېڅ مقاومت یې په وړاندې شتون نه لري.
امریکا: په افغانستان کې له جګړې او وسلهوالې نښتې ملاتړ نه کوو
طرز پرس
11 سنبله 1403