د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون پر وړاندې د غبرګونونو په دوام کې، د ازادۍ پر لور د ښځو غورځنګ له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې طالبان دې منزوي کړي او له دې ډلې سره دې له هر ډول تعامل څخه ډډه وکړي.
طرز پرس: د ازادۍ پر لور د ښځو غورځنګ دغه څرګندونې په یوه غونډه کې بیان کړي او ټينګار یې کړی چې د طالبانو امر بالمعروف قانون د عدالت او شریعت محصول نه، بلکې د طالبانو د ظلم او استبداد پایله ده. دغه غورځنګ په دې غونډه کې یوه پریکړهلیک هم لوستی چې یوه کاپي یې طرز پرس ته لېږل شوې ده. په دې پرېکړهلیک کې له نړیوالې ټولنې او نړیوالو بنسټونو غوښتل شوي چې «طالبان منزوي کړي او له دې ډلې سره له هر ډول تعامل څخه ډډه وشي.»
په پریکړهلیک کې همدارنګه ټینګار شوی چې دغه غورځنګ «د بشر د حقونو د نقض له امله د طالبانو د مشرانو د محاکمې او مجازاتو غوښتنه کوي او له افغانانو غواړي چې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي او له هیلې لاس وانه خلي.»
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د امر بالمعروف قانون د اګست په ۲۱مه نافذ او په دغه قانون کې پر ښځو سخت محدودیتونه ولګول شول. عامه ځایونو ته د ښځو پر ورتګ بندیز، د غږ عورت بلل، د بدن او مخ بشپړ پټول الزامي کېدل هغه محدودیتونه دي چې د دې قانون له مخې پر افغان ښځو لګول شوي دي. د بشري حقونو سازمانونو، د ملګرو ملتونو سازمان، او ډېری هېوادونو دغه قانون غندلی او له طالبانو یې غوښتي چې په دې اړه بیاکتنه وکړي.
د ازادۍ پر لور د ښځو غورځنګ: له نړیوالې ټولنې غواړو چې له طالبانو سره تعامل ونه کړي
طرز پرس
11 سنبله 1403