طالبان په لومړي ځل د دوی په بندخونو کې د ښځو بندیانو په اړه جزییات خپاره کړل او د دغه راپور پر بنسټ، لږ تر لږه زر ۱۰۰۰ تنه ښځې د طالبانو په بندخونو کې زندانیانې دي.
طرز پرس: د طالبانو د بندخونو د تنظیم چارواکو دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته وکړې او زیاته یې کړه چې دمګړۍ د زرو ښځو په ګډون د دوی په بندخونو کې له ۱۰ تر ۱۱ زرو پورې بندیان موجود دي. د طالبانو د بندخونو د تنظیم چارواکو چې د وږي پر ۱۱مه د طالبانو د حساب ورکونې په پروګرام کې یې خبرې کولې، همداراز وویل چې په بندیانو کې له ۸۰۰ څخه تر ۹۰۰ پورې ماشومان هم شامل دي. طالب چارواکو زیاته کړې چې پر دې سربېره له ۱۰ تر ۱۲ زرو نور کسان هم د دغې ډلې په توقیفخونو کې ساتل کېږي.
د طالبانو د بندخونو د تنظیم چارواکو په خپلو بندخونو کې د بندیانو وهلټکول رد کړي دي؛ خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي چې د دغو ښځو حقوقي مسایلو ته څڼګه رسېده ګي کيږي. د بشري حقونو سازمانونو تر دې مخکې اندېښنه ښودلې وه، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د بندي شویو ښځو بشري وضعیت د اندېښنې وړ ده او د طالب سرتېرو د ناسم چلند سربېره پر دغو ښځو د جنسي تیري په اړه راپورونه هم موجود دي.
طالبان: له موږ سره زر ۱۰۰۰ ښځې بندیانې دي
طرز پرس
11 سنبله 1403