د طالبانو د کورنيو چارو وزارت اعلان کړی چې د کابل په ننني چاودنه کې د یوې ښځې په ګډون شپږ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.
طرز پرس- د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند خالد ځدران، دوشنبه د وږي ۱۲مه، پخپل اېکس پاڼه کې لیکلي، چې دغه چاودنه د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د قلعه بختیار په سیمه کې ترسره شوې ده. په همدې حال کې په کابل کې د طالبانو امنیه قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې چاودنه د یو ځانمرګي بريد پر مټ ترسره شوې ده. تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت چا یا کومې ډلې نه دی منلی؛ خو تر دې مخکې د ورته بریدونو مسؤولیت داعش وسله والې ډلې منلی وو.
د کابل په ننني چاودنه کې د یوې ښځې په ګډون شپږ وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي
طرز پرس
12 سنبله 1403