پاکستان کې امنیتي کړکېچ، پوځ د ۳۷ وسله‌والو د وژلو ادعا وکړه

طرز پرس

10 سنبله 1403

inline_image_preview.jpg

پاکستان کې د ورستیو خونړیو بریدونو په ترڅ کې د دغه هېواد پوځ اعلان وکړ چې مخالف وسله وال یې سخت ځپلی او ۳۷ تنه مخالفین یې وژلي دي.
طرزپرس: واشنګټن پوست د پاکستان د پوځ په حواله راپور ورکړی، چې پاکستاني پوځيانو په څو نظامي عملیاتو کې مخالفو وسله والو ته یې درنه تلفات اړولي دي. بل پلو د پاکستان پوځ هم په همدې اړه یوه اعلامیه خپره کړې او په هغه کې یې ويلي چې: «تېره شپه د خیبرپښتونخوا په تیره دره کې لسګونه وسله‌وال وژل شوي دي.» په اعلامیه کې دا نه دي څرګند شوي چې دغه تلفات په مشخص ډول په پاکستان کې کومې وسله والې ډلې ته اوښتي دي؛ خو ویل شوي چې دا تلفات په تېرو لسو ورځو کې مخالفو وسله والو ته اوښتي دي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان مخالف وسله وال بیا ادعا کوي چې په همدې موده کې د پاکستان د پوځيانو په ګډون د دوی د بېلابېلو امنیتي ادارو ۶۰ تنه کارکوونکي یې وژلي دي. بلوڅ بېلتون پالو غورځنګ تېره اونۍ په بلوچستان کې مرګونی بریدونه وکړل او ادعایې وکړه چې په دغه بریدونو کې یې د ۱۴ پاکستاني پوځيانو په ګډون څه باندې ۵۰ کسان یې وژلي دي.