د شانګهای غونډه د نويو امنیتي ګواښونو په وړاندې د مبارزې پر کړنلارې متمرکزه ده

ترانه سپاهی

طرز پرس

13 سنبله 1403

SHXT.jpg

د ازبیکستان چارواکو د تاشکند په کوربه‌توب د شانګهای غونډې د پیل خبر ورکړی او ويلي یې دي چې دا غونډه د «نویو امنیتي ګواښونو» په وړاندې د مبارزې پر کړنلارې متمرکزه ده.
طرز پرس- دا د شانګهای د همکاریو سازمان (SCO) لسمه نړیواله غونډه ده چې نن د سپتمبر په ۳یمه نیټه په تاشکند کې د ازبکستان په کوربه‌توب پیل شوه او احتمالاً د سپتمبر تر ۶مې پورې به دوام وکړي.
په یوه خبرپاڼه کې چې په کابل کې د ازبیکستان سفارت لخوا طرز پرس ته را استول شوې، ویل شوي چې دا کنفرانس د ترهګرۍ او افراطیت پر وړاندې د نړیوالې مبارزې په موخه د ګډو زده کړو لپاره « د ۲۰۲۴ ترهګرۍ پر ضد - د ختیځ ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې» په نوم ترسره کیږي چې په کې مشترک المنافع هېوادونه ګډون کوي. د خبرپاڼې له مخې، دا غونډې او تمرینات هغه پروګرامونه دي چې په نوبت سره هر کال د شانګهای د همکاریو سازمان غړیو هیوادونو په ولکه کې ترسره کیږي.
په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي: «د دې غونډې اصلي هدف دا دی چې د نویو امنیتي ګواښونو لپاره یو ګډ مفهوم او تګلاره رامنځته شي او په دې برخه کې د نړیوالو هېوادونو د اغیزناکو همکاریو لپاره زمینه برابره شي.»
که څه هم په دې خبرپاڼه کې د «نویو امنیتي ګواښونو» په اړه جزیات نه دي خپاره شوي؛ خو اټکل کيږي چې په سیمه کې وروستي سیاسي کړکېچ د دې ګواښونو برخه وي او د شانګهای د همکاریو سازمان غړي هېوادونه به په دې اړه پرېکړې وکړي.