تازه خبرونه

00000111.png

اصلاحات که انتقام؟ طالبانو زرګونه پخواني دولتي کارکوونکي له دندو ګوښه کړي

یو رسمي سند، چې طرز پرس ته رسېدلی، ښيي چې طالبانو د «تصفیه و اصلاح » کمیسیون له لارې، د دفاع وزارت ۵۵۸۲ تنه فني او اداري کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي. دا کارکوونکي د طالبانو له‌خوا د جمهوریت پلوه او غیر بې‌طرفه اشخاصو په توګه طبقه‌بندي شوي دي.
zalmai.jpg

زلمي خليل‌زاد له پاکستان څخه د داعش د غړو د احتمالي انتقال په اړه خبرداری ورکړی

افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالاتو پخوانی ځانګړی استازی زلمي خليل‌زاد، خبرداری ورکړی چې ښايي د داعش ډلې غړي د افغان کډوالو تر پوښښ لاندې له پاکستانه افغانستان ته ولېږدول شي.
6.png

تلگراف: له طالبانو سره اتحاد نشي کولی د داعش له بریدونو څخه لوېدیځ وژغوري

بریتانیايي ورځپاڼې ډېلي تلگراف په یوه تحلیلي راپور کې خبرداری ورکړی چې د طالبانو پر ډله تکیه کول د داعش د زیاتېدونکي ګواښونو مخه نه شي نېولی او دا یوه ستراتېژیکه تېروتنه ده چې کولی شي د نړۍ د امنیت لپاره درانه پایلې ولري.
OIP (2).jpeg

آندری سرنکو: «افغانستان د سقوط په درشل کې دی او روسیه به مداخله وکړي»

په مسکو کې د معاصر افغانستان د مطالعاتو مرکز رئیس، آندری سرنکو، په خپل یوه تازه مرکه کې د طالبانو واکمنۍ په اړه وویل چې «افغانستان به ډېر ژر سقوط وکړي او په هېواد کې به یوه نوې کورنۍ جګړه پیل شي.» هغه په ځانګړې توګه د طالبانو د بقا په اړه د بهرنیو ملاتړو پر رول ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «طالبان یوازې د امریکا د ملاتړ له لارې ژوندي پاتې دي.»
111.png

ټايپي تېروتنه که سیسټماتیک فساد؟ د طالبانو پر برېښنا ادارې د خلکو بې‌باوري

تر هغه وروسته چې د هېواد له بېلابېلو سیمو خلکو د برېښنا په بلونو کې د ۲۰۰ او ۴۰۰ افغانیو د اضافي پیسو له امله پراخ اعتراضونه وکړل، طالبانو بالاخره ومنله چې دا پیسې د یوې «ټايپي تېروتنې» له امله په بلونوکې اضافه شوي دي.
OIP.jpeg

تایمز: ټرمپ پر ایران د برید لپاره سیاسي فضا برابروي

ولسمشر دونالد ټرمپ هڅه کوي د ایران د محدودولو لپاره «فعاله ګواښونه» وکاروي او په ورته وخت کې د احتمالي برید لپاره نړیوالو ته سیاسي توجیه او مشروعیت برابر کړي. دا څرګندونې د بریتانیې ورځپاڼې تایمز د راپور یوه برخه ده چې د منځني ختیځ د یوشمېر ډیپلوماټانو په حواله یې لیکلي دي.
444.png

افغانستان نیپال ته له زړه راښکونکې ماتې سره د پنځوس اوریزې لوب لړۍ اتلولي خپل کړه

د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنې لوبډلې په دویمه پنځوس آوریزه لوبه کې، چې نن یکشنبه (د وري ۱۷مه) ترسره شوه، کوربه هېواد نیپال ته په یو زړه راښکونکي توپیر ماته ورکړه او د لوبو دا لړۍ یې مخکې له مخکې وګټله.
1899230_993.jpg

د ایران ولسمشر: ایران جګړې ته هېڅ علاقه نه لري

د امریکا له لوري پر ایران د احتمالي برید د راپورونو له خپرېدو وروسته، د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي چې ایران جګړې ته هیڅ علاقه نه لري.
GnjcU7cXEAELlXk.jpeg

امریکا پر ایران د برید لپاره چمتو کیږي

تازه معلومات ښيي چې امریکا د ایران پر ضد د نظامي برید لپاره چمتووالی نیسي او د امریکا د مرکزي قوماندانۍ «سنتکام» ځواکونو په سیمه کې د خپل جنګي الوتکو نظامي مانورونه پیل کړي دي.
staff.jpg

پاکستان کې د بریدونه شدت؛ د مارچ میاشت کې ۲۲۸ کسان وژل شوي

پاکستان د مارچ په میاشت کې د تېرې یوې لسیزې تر ټولو زیات بریدونه تجربه کړي دي. د پاکستان د امنیت او شخړو د مطالعاتو انستیتوت په یوه راپور کې ویلي، چې په دغه یوه میاشت کې لږ تر لږه ۸۴ بریدونه ترسره شوي او له کبله یې ۲۲۸ کسان وژل شوي او ۲۵۸ نور ټپیان دي.