چین او روسیه: د طالبانو د امر بالمعروف قانون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پرېکړه لیک نه ارزي

طرز پرس

13 سنبله 1403

546354.jpg

چین او روسیه ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف قانون د افغانستان کورنۍ مسئله ده او دومره ارزښت نه لري چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا دې پرې پرېکړه لیک صادر کړي.
طرز پرس - د ملګرو ملتونو امنیت شورا پلان درلود چې د اګست په ۲۱مه نېټه د طالبانو امر بالمعروف قانون د محکومیت لپاره یوه پرېکړه لیک صادر کړي، خو چین او روسیې هېوادونو د دې پرېکړه لیک مخه نیولې ده. په اعلامیه کې ویل شوي چې ځینې غړي هېوادونه د ځینو دلایلو له امله دغې پرېکړه لیک ته مثبت رایه نه ده ورکړې. که څه هم په اعلامیه کې چین او روسیه په مشخص ډول نه دي یاد شوي، خو ویل شوي چې د دې شورا دوه دایمي غړي د دې پرېکړه لیک مخه نیولې ځکه چې د طالبانو امر بالمعروف قانون یې د افغانستان داخلي موضوع بللې. چین او روسیه په دې وروستیو کې خپلې اړیکې له طالبانو سره ښه کړي او هڅه کوي چې په نړیوالو ډګرونو کې د طالبانو ملاتړ وکړي. خو له دې ټولو سره سره دواړو هېوادونو تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.