طالبان: چاته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان امنیت اخلال کړي

طرز پرس

13 سنبله 1403

GWj28aGW4AAVtdt.jpeg

په داسې حال کې چې داعش ډلې یوه ورځ مخکې په کابل کې د یوې خونړۍ ځانمرګي بريد په واسطه تر شلو ډېرو ته مرګ ژوبله واړوله، خو د طالبانو د لومړي وزیر سیاسي مرستیال وايي، چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان نظم او امنیت اخلال کړي.
طرز پرس - د طالبانو د لومړي وزير سیاسي مرستیال عبدالکبير دغه څرګندونې نن د سې شنبې په ورځ د وږي ۱۳مه، د افغان محصلینو د علمي ظرفيت لوړولو څلوېښت ورځني سیمینار په اختتامیه مراسمو کې مطرح کړي دي.
عبدالکبير ويلي چې «د طالبانو د شفقت او ترحم دروازې د ټول ملت پر مخ خلاصې دي او هيچا ته به، په افغانستان کې د نظم او امنیت د اخلال اجازه ورنکړل شي.» دا په داسې حال کې ده، چې تر دې یوه ورځ مخکې د دوشنبې په ورځ، داعش وسله والې ډلې په کابل کې یو خونړی ځانمرګی برید وکړ او د طرز پرس سرچینې وايي چې په دغه بريد کې لږ ترلږه ۱۰ کسان وژل شوي او تر ۱۵ نور ټپيان شوي دي. د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وړاندې ويلي وو چې په دې برید کې د یوې ښځې په ګډون شپږ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.