تازه خبرونه

Sslmh2fX3ZRhkjPBxYze9dTPan59k34BFnOtHTze.jpg

طالبان: ایران او پاکستان دې پر افغان کډوالو «ظلم» ته د پای ټکی کېږدي

د طالبانو لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت، له ایران او پاکستان څخه غوښتي چې پر افغان کډوالو «ظلم» نور پای ته ورسوي او هغوی ته اجازه ورکړي چې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي.
Parliament-PTI-1564112127.jpg

هند د افغانستان پر خاوره د پاکستان هوايي برید په سختو ټکو غندلی

هندوستان د افغانستان پر خاوره د پاکستان هوايي برید په سختو ټکو غندلی دی. د هند د بهرنیو چارو وزارت له دوو اوونیو وروسته په یوه بیان کې ویلي، چې د ګاونډیانو تورنول یوازې د پاکستان د کورنیو کمزوریو د پټولو هڅه ده.
GgdZn7sa8AAc_lN.jpg

بلوچستان کې ځانمرګی برید: «یوشمېر پاکستاني پوځيان ژوندي وسوځېدل»

د پاکستان د بلوچستان په تربت سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر یو کاروان د «بلوچ آزادي غوښتونکي ډلې» له لوري د یوه مرګوني ځانمرګي برید په پایله کې لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۵۶ نور ټپیان شوي دي. ډاکټر امجد میرزا، چې د پېښې یو عیني شاهد دی، په خپل ایکس پاڼه کې ولیکل: «یوشمېر پاکستاني پوځيان په برید کې ژوندي وسوځېدل. د سوځېدونکو موټرو او د اور لمبو له کبله اسمان نارنجي ښکاره کېده.»
OIP (1).jpg

د طالبان او پاکستان ترمنځ اړیکې؛ له هوايي بریدونو تر لفظي شخړو پورې

د پاکستان هوايي بریدونه او د طالبانو غبرګون نن سبا د پاکستان او طالبانو د چارواکو ترمنځ په یوه ګرمه موضوع بدله شوې ده. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزي د افغانستان لپاره د پاکستان د پخواني استازي، آصف دراني، د څرګندونو په ځواب کې ګواښ کړی: «هر څوک چې زموږ خاورې ته په بده سترګه کتلي
shutterstock_722606524.jpg

د آلمان د هوایي ډګرونو په کمپیوټري سیسټم کې پراخ تخنیکي ستونزې

د آلمان په هوایي ډګرونو کې کمپیوټري سیسټمونه له پراخو تخنیکي ستونزو سره مخ شوي دي. دا خبر د پولیس ویاند لخوا «بیلد» ورځپاڼې ته تایید شوی دی. د آلمان «بیلد» ورځپاڼې د دې هېواد د پولیسو د یوه ویاند له قوله لیکلي، هغه سیسټمونه چې پولیس یې د مسافرو د تګ - راتګ د کنټرول لپاره کاروي، د دغو تخنیکي ستونزو تر اغېز لاندې راغلي دي.
0011111.jpg

دمشق ته د آلمان او فرانسې د بهرنیو چارو وزیرانو سفر او روسیې لپاره مهم پیغام

د آلمان او فرانسې د بهرنیو چارو وزیرانو د بشار اسد د رژیم تر سقوط وروسته په لومړي رسمي سفر کې، د جمعې په ورځ، د جنورۍ په ۳مه، دمشق ته ورسېدل. د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې، انالنا بربوک، په سوریه کې د روسیې د پوځي حضور په اړه په څرګند ډول وویل: «د روسیې د پوځيانو د وتلو وخت را رسېدلی دی.»
ashraf-ghani.jpg

طالبان او د ښځو تاريخي ځپل؛ اشرف غني ولې چوپ دی؟

که څه هم د افغانستان پړځول شوی ولسمشر محمد اشرف غني خپل ځان ډموکرات او د ښځو د حقونو یو ملاتړی ګڼي؛ خو په ورستیو درېو کلونو کې یې د ښځو پر وضعیت خپلې سترګې پټې کړي او یا لږ تر لږه یې له پامه غورځولي دي.
1238941692.jpeg

ډان: ۲۰۲۴ د پاکستاني امنیتي ځواکونو لپاره په یوې لسیزې کې تر ټولو خونړی کال وو

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان په یوه راپور کې ویلي چې ۲۰۲۴ کال د وسله‌والو بریدونو د زیاتوالي له امله، د پاکستان د امنیتي ځواکونو لپاره په تېرو لسو کلونو کې تر ټولو خونړی کال و.
1111.jpg

طالبانو ته د ملګرو ملتونو چارواکی: ډېر په غلطه روان یاست

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر ترک، له طالبانو غوښتنه کړې چې د افغانو ښځو پر وړاندې ټول تبعیضي فرمانونه لغوه کړي. هغه د طالبانو وروستۍ اخطار، چې په هغه کې د ښځو د ګمارنې په صورت کې د غیر دولتي سازمانونو د جوازونو د لغوه کېدو ګواښ شوی، «بشپړ تېروتنه» بللې او د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی.
2b07852df26779fdbb9968c82c0f5c4be5582bd5-1080x1080.webp

سراج الدین حقاني: د پاکستان برید د افغانانو په ذهنونو ډېـره درنه تمامه شوې

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د پاکستان وروستي اقدامات وغندل او دا یې د ټولو نړیوالو اصولو خلاف وبلل. نوموړي وویل، پاکستان پر افغانستان د برید پرېکړه داسې مهال کړې چې طالبان له ۲۰۲۱ کال راهیسې په پرله‌پسې ډول هڅه کوي افغان خاوره د هیڅ بل هېواد پر ضد ونه کارول شي.