د پاکستان د بلوچستان په تربت سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر یو کاروان د «بلوچ آزادي غوښتونکي ډلې» له لوري د یوه مرګوني ځانمرګي برید په پایله کې لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۵۶ نور ټپیان شوي دي. ډاکټر امجد میرزا، چې د پېښې یو عیني شاهد دی، په خپل ایکس پاڼه کې ولیکل: «یوشمېر پاکستاني پوځيان په برید کې ژوندي وسوځېدل. د سوځېدونکو موټرو او د اور لمبو له کبله اسمان نارنجي ښکاره کېده.»
د بلوچ آزادي غوښتونکي ډلې هم د دې برید عکسونه او ویډیوګانې خپرې کړي او ادعا یې کړې چې له رسمي شمېرو څخه زیات تلفات یې پاکستاني پوځيانو ته اړولي دي. دا پېښه په داسې حال کې شوې چې پاکستان د څو وسله والو ډلو د زیاتېدونکو بریدونو له څپې سره، مخ دی.
د پاکستان د امنیتي څېړنو او مطالعاتو مرکز راپور ښیي چې بلوچستان په ۲۰۲۴ کال کې تر خیبرپښتونخوا وروسته د هېواد دویم ناامن ایالت دی. په دې موده کې د وسله والو د بریدونو په پایله کې ۷۸۲ کسان وژل شوي دي. د پاکستان حکومت د دې برید غندنه کړې ده.