هند د افغانستان پر خاوره د پاکستان هوايي برید په سختو ټکو غندلی

طرز پرس

17 جدی 1403

Parliament-PTI-1564112127.jpg

هندوستان د افغانستان پر خاوره د پاکستان هوايي برید په سختو ټکو غندلی دی. د هند د بهرنیو چارو وزارت له دوو اوونیو وروسته په یوه بیان کې ویلي، چې د ګاونډیانو تورنول یوازې د پاکستان د کورنیو کمزوریو د پټولو هڅه ده.

په دغه بیان کې د ښځو او ماشومانو د وژل کېدو یادونه شوې او ټینګار شوی چې هند په کلکه د ملکي خلکو د وژل کېدو مخالف دی. دا برید شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ شوی و چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګدون، ۴۶ کسان، خپل ژوند له لاسه ورکړ. خو اسلام‌اباد ادعا کړې چې په دې برید کې یې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) یو شمېر مهم غړي په نښه کړي دي.