د امریکا منتخب ولسمشر دونالد ټرمپ، له طالبانو سره د امریکا میلیارډ ډالري مالي مرستې په سختو ټکو غندلی او دا تګلاره یې «نهمنونکې» بللې ده. ښاغلي ټرمپ د سهشنبې په ورځ په فلوریډا کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال ټینګار وکړ چې د تېرو درېو کلونو په ترڅ کې د امریکا میلیاردونه ډالره مرسته افغانستان ته استول شوې، چې لویه برخه یې طالبانو اخېستې ده. ټرمپ وویل: «دا چې امریکا طالبانو ته میلیاردونه ډالر استوي، نهمنونکې ده. دا تګلاره باید عاجل ودرول شي.»
ظاهراً د ټرمپ دا څرګندونې د کانګرس د جمهوريپال غړي، ټیم بورچټ، د یو پرانیستي لیک په ځواب کې مطرح شوي دي. ښاغلي بورچټ په دې لیک کې له منتخب ولسمشر څخه غوښتي وو چې له طالبانو سره د نغدي مرستې بهیر سمدستي باید ودرول شي. بورچټ لیکلي: «د امریکا د دښمنانو مالي ملاتړ یوازې د ملي امنیت خلاف نه دی، بلکې د امریکا د مالیه ورکوونکو د ګټو پر خلاف هم ده.»
دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې له افغانستان سره د امریکا مالي مرستې له اوږدې مودې راهیسې د جمهوريپالو لخوا تر نیوکو لاندې ده. هغوی باور لري چې دا مرستې نه یوازې اړمنو کسانو ته نه دي رسېدلي، بلکې ډېره ګټه یې طالبانو ته رسېدلې او د سیمې د بېثباتۍ لامل ګرځېدلی دی.
ټرمپ په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د ده د حکومت بهرنۍ تګلاره باید د امریکا د خلکو په ګټو متمرکزه وي او له هغو تګلارو څخه به ډډه وکړي چې د مالي سرچینو د ضیاع لامل کیږي. هغه وویل: «موږ باید له دې وروسته بودیجه او مرستې داسې مدیریت کړو چې د امریکا خلکو ته یې ګټه ورسوي، نه هغو ډلو ته چې له موږ سره دښمني کوي.»
د امریکا د بهرنیو مرستو په اړه د دونالد ټرمپ دا څرګندونې ښيي چې د طالبانو لپاره د مرستو په تړاو د امریکا تګلاره کې پراخ بدلونونه راځي او داسې ښکاري چې دا موضوع به د ټرمپ د راتلونکي حکومت په لومړیتوبونو کې وي.