بغلان کې پر دیني عالمانو برید؛ داعش یې پړه مني، خو طالبان یې شخصي دښمني بولي

طرز پرس

19 جدی 1403

23.jpg

له بغلان ولایت څخه سیمه‌ییزو سرچینو تایید کړې چې د سې شنبې په ماښام «د مرغومي ۱۸مه»، دوه دیني عالمان له جومات څخه د وتلو او یوې میلمستیا ته د تګ پر مهال د برید ښکار شوي دي. په دې پېښه کې یو دیني عالم عبدالرزاق وژل شوی او بل دینی عالم حمدالله چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ د جومات امام هم وو، سخت ټپي شوی دی.

داعش ډلې په یوه بیان کې د دې برید پړه منلې او ویلي یې دي چې دوی د طالبانو دوه غړي په نښه کړي دي. په دې بیان کې راغلي چې د برید په پایله کې یو کس وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

له دې وړاندې طالبانو ویلي و چې پر دغو دیني عالمانو د شخصي دښمنۍ له کبله برید شوی دی. دا برید په داسې حال کې شوی چې د تلې میاشتې په پیل کې هم د نهرین ولسوالۍ د ښارکوټ په یوه تصوفي عبادتځای وسله‌وال برید وشو او په پایله کې یې ۱۰ کسان ووژل شول. داعش ډلې د هغه برید مسئولیت هم پر غاړه اخیستی و.