د کاناډا د بهرنیو چارو وزیره: ټرمپ د کاناډا له ځواکه بې خبر دی

طرز پرس

19 جدی 1403

joly (1).jpg

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې ملاني جولي د امریکا د منتخب ولسمشر دونالډ ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې د ښاغلي ټرمپ وروستي څرګندونې د کاناډا له ځواک او قدرت څخه د هغه بې خبري ښیي.

ټرمپ تازه د کاناډا د لومړي وزیر جاستین ترودو د استعفا په غبرګون کې غوښتنه کړې وه چې کاناډا دې له امریکا سره یوځای شي او دی به ټولې مالیاتي تعرفې هم ختمې کړي.

ملاني جولي د ټرمپ د دغو څرګندونو په ځواب کې په خپل اېکس پاڼه کې ولیکل: د امریکا د منتخب ولسمشر څرګندونې د دې نښه ده چې هغه په بشپړ ډول نه پوهیږي، کوم عوامل کاناډا ته د یو ځواکمن هیواد مقام ورکوي. ملاني لیکلي: «زموږ اقتصاد غښتلی دی؛ زموږ خلک غښتلي دي.» د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې همداراز ټینګار کړی چې د کاناډا خلک به هېڅکله د ټرمپ دغو ګواښونو ته توجه ونه کړي.