د ترودو استعفا ته د ټرمپ غبرګون: له موږ سره یو ځای شئ، یو ستر ملت به جوړ کړو

طرز پرس

18 جدی 1403

a32c7f068198b8fa4ed1db2bcbbb02ed14-27-trump-2.1x.rsocial.w1200.webp

د متحده ایالاتو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کاناډا د صدراعظم جاستین ترودو د استعفا په اړه غبرګون ښودلی او یو ځل بیایې د کاناډا او امریکا د ادغام نظر مطرح کړی دی. هغه ویلي چې د دواړو هیوادونو یو ځای کېدل کولی شي یو "ستر ملت" جوړ کړي.

ښاغلي ټرمپ دا څرګندونې په ټولنیزو رسنیوکې کړي او لیکلي یې دي: «د کاناډا او امریکا ادغام کولی شي د ډیرو اقتصادي ستونزو حل وي. تعرفې به له منځه لاړې شي، مالیات به کم شي، او یو ځای به موږ یو ستر ملت جوړ کړو.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ترودو استعفا د نړیوالو مشرانو او رسنیو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. ځینې شنونکي د ټرمپ دغه نظر تبلیغاتي او له سیاسي واقعیتونو څخه لرې بولي، خو د هغه پلویانو بیا د دې وړاندیز هرکلی کړی دی.

د جاستین ترودو استعفا چې د کاناډا د اقتصادي او سیاسي ستونزو په ژورور کې اعلان شوه، په نړیواله کچه د داسې جنجالي څرګندونو لپاره مناسبه فضا برابره کړې ده.