په اسلام آباد کې د افغان کډوالو نیول او جبري شړلو په اړه غبرګونونه

طرز پرس

19 جدی 1403

pakestan7.jpg

له اسلام آباد څخه یو شمېر سرچینو طرز پرس ته ویلي چې د افغان کډوالو د نيولو او شړلو بهیر تر بل هر وخت په چټکۍ روانه ده. ډیری افغان کډوال چې په دې وروستیو کې د پاکستان د پولیسو لخوا نيول شوي، د پولیسو له ناوړه چلند څخه یې هم شکایتونه کړي دي.

په ورته وخت کې، په اسلام آباد کې د طالبانو سفارت ویلي چې ډیری دغه کډوال خپل قانوني اسناد لکه د اقامت اجازه او ویزې لري. ځینې نیول شوي کډوال همدا رنګه ادعا کوي چې د پاکستان پولیسو پرته له کوم دلیل څخه هغوی نیولي او ځینې نورو هم د پولیسو له نامناسب چلند او فزیکي ګواښونو خبر ورکړی دی.

د افغان کډوالو نیولو او شړلو عملیات په داسې حال کې روان دي چې نړیواله ټولنه او د بشري حقونو سازمانونه د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې چې له افغان کډوالو سره د نړیوالو قوانینو له مخې چلند وکړي او د هغوی د جبري شړلو مخه ونیسي.

بل پلو، پاکستانی چارواکو بیا ویلي چې دا عملیات د امنیتي اقداماتو یوه برخه ده او یوازې د هغو مهاجرو پر ضد ترسره کیږي چې قانوني اسنادونه نه لري. له دې ټولو سره سره له افغان کډوالو سره د ناسم چلند په اړه ډېر شکایتونه موجود دي.

د ښځو اعتراضي خوځښتونه

د افغانو ښځو یو شمېر اعتراضي خوځښتونه هم د افغان کډوالو جبري شړلو په اړه بیلابېلې بیانیې خپرې کړي او د دې بهیر د ودریدلو غوښتنه یې کړې ده. دغه بنسټونه د حکومت لخوا د افغان کډوالو جبري شړل محکوم کړي او دغه اقدام یې «ظالمانه» بللی چې د دوی په وینا، «حتی پر بې‌دفاعو ښځو او ماشومانو رحم نه کوي.» په دغه بیانیه کې راغلي چې په اسلام آباد کې د کډوالو نیول کېدل له بشري او نړیوالو حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده.

د خبریالانو او مدني فعالانو اندیښنې

د پاکستان حکومت لخوا د افغان کډوالو د نیولو په بهیر کې یوازې عادي کسان نه، بلکې هغه خبریالان هم شامل دي چې په وروستیو کلونو کې پاکستان ته پناه وړې ده. دغه خبریالان چې ډیری یې د امنیتي ګواښونو له کبله خپل هیوادونه پرېښي، ویلي چې موجوده شرایط د دوی د ژوند او فعالیتونو لپاره لا پسې ستونزمن شوي دي.

افغانه خبریاله رابعه حبیبي، وایي چې د دې وضعیت دوام کولی شي د امنیت او د خلکو ژوند لپاره جدي پایلې ولري. مېرمن حبیبي ټینګار کړی چې پاکستان باید د کډوالو په اړه خپلې نړیوالې ژمنې عملي کړي او د هغوی د جبري شړلو مخه ونیسي.

دغه خبریالان له نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو له سازمانونو او ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کړې چې دا وضعیت دې په جدي ډول وڅېړي او د افغان کډوالو د قانوني حقونو ضمانت وکړي.