د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وايي، تهران به خپل ټول امکانات وکاروي، څو له طالبانو سره د اوبو ستونزه حل کړي. نوموړي ټینګار کړی چې په افغانستان کې د بندونو د پروژو له پلي کېدو وروسته، تهران دې موضوع ته لومړیتوب ورکړی دی.
له بلې خوا، د ایران د ملي امنیت او بهرنیو چارو کمېسیون غړي فداحسین مالکی، د اوبو په برخه کې د طالبانو دوه ګوني چلند څخه شکایت کړی دی. هغه په ځانګړې توګه د هلمند له سیند څخه د ایران د اوبو برخې ته اشاره کړې او ویلي چې طالبان د ایران دغه حق ته درناوی نه کوي.
په ورته وخت کې، د ایران د جمهوري اسلامي ورځپاڼې د «یوه اړخیز امتیازونو» تر سرلیک لاندې په یوه مقاله کې لیکلي چې ایران باید د طالبانو پر وړاندې خپلو سیاسي تګلارو په اړه یوځل بیا فکر وکړي. دې ورځپاڼې له دولت څخه غوښتنه کړې چې په تهران کې طالبانو ته ورکړل شوی د سفارت ودانۍ بېرته واخلي او د غیرقانوني افغان کډوالو شړلو تر څنګ، له طالبانو سره سوداګریزې اړیکې هم ودروي.
د ۱۹۷۲ کال تړون چې د هلمند په سیند کې د ایران او افغانستان ترمنځ د اوبو د حق تکلیف روښانه کوي، لا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلاف یوه ګرمه موضوع ده او ایران د ترلاسه شويو اوبو له اندازې نه ناخوښه دی. له بلې خوا، طالبان د بارانونو کمښت او د اوبو د اندازه کولو د سیسټم نشت هغه دلایل ګڼي چې په دغه برخه کې ستونزې رامنځته شوي دي. طالبان همداراز ادعا کوي چې ایران په ځینو کلونو کې له خپل حق زیاتې اوبه ترلاسه کړې دي.