انتوني بلینکن: دښمنانو غوښتل چې لسیزې نور هم د افغانستان په جګړه کې ښکېل پاتې شو

طرز پرس

16 جدی 1403

3cgxxz_anthony_blinken_x974.jpg

له افغانستان څخه د غیر مسوولانه وتلو په تړاو د جوبایډن پر ادارې د نیوکو په لړکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلېنکن، یوځل بیا ویلي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د بایډن ادارې لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده.

بلېنکن دا څرګندونې د شنبې په ورځ، د مرغومي په ۱۵مه، امريکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز ته مطرح کړي دي. نوموړي په دې مرکه کې وویل: «له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د نړۍ په کچه د امریکا موقف پیاوړی کړی دی.» بلېنکن زیاته کړه: د امریکا دښمنانو غوښتل چې متحده ایالات د یوې بلې لسیزې لپاره هم په افغانستان کې په جګړه کې ښکېل پاتې شي؛ خو نوموړي د امریکا دا «دښمنان » په څرګند ډول مشخص نه کړل. 

د ولسمشر جوبایډن پر ادارې نیوکې دي چې له افغانستان څخه په وتلو کې یې بېړه کړې او هلته یې واک پرته له کوم ضمانته طالبانو ته په لاس ورکړی دی. ډېری شنونکي په دې باور دي چې د افغانستان د ستونزې دایمي حل لپاره له طالبانو سره د مذاکراتو له لارې ښه فرصت برابر شوي وو؛ خو د امریکايي ځواکونو د بې پلانه وتلو له کبله دا مذاکرات ناکام شول.