طالبان: ایران او پاکستان دې پر افغان کډوالو «ظلم» ته د پای ټکی کېږدي

طرز پرس

18 جدی 1403

Sslmh2fX3ZRhkjPBxYze9dTPan59k34BFnOtHTze.jpg

د طالبانو لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت، له ایران او پاکستان څخه غوښتي چې پر افغان کډوالو «ظلم» نور پای ته ورسوي او هغوی ته اجازه ورکړي چې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي.

فطرت دغه څرګندونې د سې‌شنبې په ورځ، د مرغومي ۱۸مه، د کندهار په ولایت کې ځینو کډوالو ته د ځمکو د وېش پر مهال کړې دي. د طالبانو د کډوالو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې ښاغلي فطرت له طالب چارواکو هم غوښتي چې د افغان کډوالو د آرام ستنېدو لپاره زمینې برابرې کړي.

بل‌خوا، له پاکستانه راپورونه ښيي چې د دغه هېواد پولیسو په وروستیو ورځو کې سلګونه افغان کډوال، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، نیولي او ډېری یې بېرته افغانستان ته شړلي دي. په اسلام‌آباد کې د طالبانو سفارت ویلي چې د پاکستان پولیسو شاوخوا ۸۰۰ هغه افغان کډوال چې آن ویزې او قانوني اسنادونه یې درلودل، هم نیولي دي.