د شولتز او ماسک لفظي شخړه: له آلترناتیو ګوند ملاتړ، د جرمني راتلونکي ته ګواښ ده

طرز پرس

16 جدی 1403

Olaf.jpg

د جرمني صدراعظم اولاف شولتز او میلیارډر ایلان ماسک تر منځ لفظي شخړه د اروپا په ټولنیزو شبکو کې ګرمه موضوع ګرځېدلې ده. په ورستیو کې د جرمني د آلترناتیو ښي اړخیز ګوند څخه د ماسک ملاتړ او بل هغه څه چې د ښاغلي شولتز سپکاوی ګڼل کیږي، یو نوی جنجال رامنځته کړی دی.

د جرمني صدراعظم، اولاف شولتز له یاد ګونډ څخه د ایلان ماسک ملاتړ، خپل ځان ته تر سپکاوي خطرناکه بللې او ټینګار یې کړی چې دا ګوند به د جرمني اړیکې له لویدیځ سره کمزورې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د جرمني ټاکنې نږدې دي او اوسنۍ ارزونې په ډاګه کوي چې آلترناتیو ګوند په دویم مقام کې دی او ایلان ماسک، چې د نړۍ تر ټولو شتمن کس دی، ښايي ډېر ژر د دې ګوند له مشرتابه سره وګوري.