څلور پاکستاني پولیس افسران د ناڅرګندو وسلوالو له لوري تښتول شوي

طرز پرس

15 جدی 1403

223.jpg

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان څلور پولیس افسران د خیبر پښتونخوا ایالت د لکي مروت په سیمه کې د ناڅرګندو وسلوالو له لوري تښتول شوي دي. د راپورونو له مخې، درې پولیس افسران د پولیسو له یوه مرکز څخه او یو بل یې له خپل کور څخه تښتول شوي دي.

ځایي پولیسو او امنیتي سرچینو پاکستاني رسنيو ته د دغه خبر پخلی کړی دی، خو تر اوسه د تښتول شویو پولیسو د برخلیک او ځای په اړه هیڅ معلومات نه دي ترلاسه شوي. همداراز تر دې دمه هېڅ ډلې د دې پېښې مسوولیت هم نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د پاکستان ځینې سیمې، په ځانګړې توګه خیبر پښتونخوا، د بې‌سارې ناامنۍ شاهدې دي. د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې ۲۰۲۴ کال د پاکستاني پوځیانو لپاره په تېرو لسو کلونو کې یو له مرګوني کلونو څخه شمېرل کېږي.