افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې: د طالبانو واکمني، ټولنیز او اقتصادي بحرانونه

حامیه نادري

طرز پرس

15 جدی 1403

190564_142.jpg

۲۰۲۴ میلادي کال د افغانستان خلکو لپاره له کړکېچونو او ستونزو یو ډک کال وو. په دې کال کې، هغه سیاسي، ټولنیز او اقتصادي ستونزې چې له پخوا څخه د افغانستان پر خلکو تپل شوي وو، همداسې دوام وکړ او لا یې د افغانانو په ژوند کې خپلې منفي اغیزې زیاتې کړې.

طالبان چې په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان واکمن شول، په تیرو درېو کلونو کې هېڅ ډول پرمختګ نه دی کړی. طالبان د بحران او کړکېچونو په حل کې پاتې راغلل او له دې سربېره یې د خپل حکومت د مشروعیت لپاره هم کومه لاسته راوړنه نه لرله. افغانستان لاهم د یوې ډلې لخوا په غیرقانوني او غیر مشروع ډول کنټرولیږي او نړیوالو هم تر اوسه په رسمیت نه دی پېژندلی.

۲۰۲۴ کال، د طالبانو د لومړنیو ژمنو خلاف وښوده چې په دې ډله کې هیڅ ډول تغییر نه دی راغلی او طالبان لاهم د ۱۹۹۰ یمې لسیزې په شان، یوازې خپلې سخت دریځې کړنې او تګلارې تعقیبوي.

په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان پر خلکو د فشارونو او محدودیتونو زیاتوالی

په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان پر خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې محدودیتونه او فشارونه زیات شول. طالبان نه یوازې دا چې د موجودو محدودیتونو په اړه هېڅ اقدام نه و کړی، بلکې د نوي قوانینو تصویب او د فشارونو د زیاتولو په ترڅ کې یې د خلکو وضعیت لا نور هم سخت کړ. یو له دغو اقداماتو څخه د «امر به معروف او نهی عن المنکر» قانون تصویب و چې د طالبانو له امرونو څخه هر ډول سرغړونه پکې جرم ګڼل کیږي.

په ۲۰۲۴ کال کې یوه بله مهمه پېښه د مذهبي محدودیتونو زیاتوالی و، چې طالبان یې د مذهبي اقلیتونو پر وړاندې عملي کړل. طالبان په محرم میاشت کې د شیعه عزادارانو پر وړاندې محدودیتونه وضع کړل او څو ځله داسې راپورونه خپاره شول چې د طالبانو او شیعه عزادارانو  ترمنځ خوابدي رامنځته شوي دي.

په تعلیمي برخه کې هم طالبان نه یوازې هیڅ ډول ګام پورته نه کړ، بلکه د افغانو نجونو پر مخ یې طبي زده کړې هم بندې کړې او د طالبانو دا اقدام په کور دننه او بهر کې له پراخو غبرګونونو سره هم مخ شول.

اقتصادي او امنیتي بحرانونه لاهم دوام لري

په افغانستان کې اقتصادي بحران او لوږه په ۲۰۲۴ کال کې هم دوام درلود، او د خلکو ژوند ورځ تر بلې خراب شول. د ملګرو ملتونو راپور ښيي چې ۲۳.۷ میلیونه کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري او له ۱۵ میلیونه زیات کسان د خوراکي کموالي سره مخ دي. برسېره پر دې، ۱۲.۵ میلیونه ښځې او ماشومان د شدیدو تغذیوي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

سره له دې چې اقتصادي بحرانونه شدت اخیستی و، د افغانستان بشري پروګرامونه د مالي کمبود سره مخ شول او یوازې شاوخوا ۴۰ سلنه د دې پروګرامونو اړین بودجه تامین شوه.

د افغانستان امنیتي وضعیت هم په ۲۰۲۴ کال کې خطرناک و، او د داعش ډلې خپل بریدونه زیات کړي و. دغه ډله په هرات او نورو سیمو کې د ځان وژونکو او هدفي بریدونو په ترسره کولو سره ګڼ شمېر کسان ووژل.

همدا رنګه، طالبان هم له امنیتي ګواښونو خوندي نه وو. په یوه ځان وژونکي برید کې، د طالبانو د کډوالو وزیر خلیل‌الرحمان حقاني ووژل شو. دغه برید وښودله چې حتی طالبان هم د امنیتي ګواښونو پر وړاندې په امان کې نه دي.

په ټوله کې، ۲۰۲۴ کال د افغانستان د خلکو لپاره له اقتصادي، ټولنیزو او امنیتي ننګونو ډک کال وو. دغه هیواد لا هم د فقر، لوږې، بې‌کارۍ، سختو محدودیتونو او امنیتي ګواښونو سره مخ دی او خلک په افغانستان کې د طالبانو د واک لاندې له سختو شرایطو سره مخ دي.