د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر ترک، له طالبانو غوښتنه کړې چې د افغانو ښځو پر وړاندې ټول تبعیضي فرمانونه لغوه کړي. هغه د طالبانو وروستۍ اخطار، چې په هغه کې د ښځو د ګمارنې په صورت کې د غیر دولتي سازمانونو د جوازونو د لغوه کېدو ګواښ شوی، «بشپړ تېروتنه» بللې او د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی.
ترک د سې شنبې په ورځ، د دسمبر ۳۱مه، په یوه بیان کې د طالبانو د اقتصاد وزارت وروستۍ پرېکړې ته په اشارې سره ویلي چې: «د طالبانو انتخاب شوی مسیر یو بنسټیزه تېروتنه ده او د افغانستان خلکو لپاره به جدي پایلې ولري.»
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر د افغانستان اوسنۍ وضعیت «ډېر کړکېچن» یاد کړ او وویل چې د دې هېواد له نیمايي زیات خلک په سخته بېوزلۍ کې ژوند کوي. هغه د غیر دولتي سازمانونو رول ته په اشارې سره وویل چې د نړیوالو مرستو په وېش کې ډېر اغېزناک تمامه شوي. ترک په خپل بیان کې ټینګار وکړ چې دغه سازمانونه د میلیونونو افغانو ښځو، نارینهوو، نجونو او هلکانو د ژوند ژغورلو کې کلیدي رول لري، او د ښځو په ګمارنه محدودیت لګول به افغانانو ته د خدماتو وړاندې کول، سخت له خنډونه سره مخ کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر له طالبانو وغوښتل چې دا ټول هغه اقدامات چې د ښځو او نجونو زده کړو، کار، عامه خدماتو او د سفر ازادۍ ته لاسرسی محدودوي، لغوه کړي. هغه زیاته کړه: «هیڅ هېواد نشي کولی د خپلې نفوس نیمایي برخې د عامه ژوند څخه په حذفولو سره سیاسي، اقتصادي یا ټولنیز پرمختګ وکړي.»