د دونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والتز وايي، افغانستان به د امریکا د هغه نوې ستراتیژۍ یوه مهمه برخه وي چې موخه یې د داعش او القاعدې په څېر له تروریستي ډلو سره مبارزه ده. نوموړي له فاکسنیوز سره په یوه مرکه کې وویل: «افغانستان لا هم د داسې تروریستي فعالیتونو لپاره یو بالقوه مرکز دی چې ممکن د امریکا لپاره جدي ګواښ وي.»
والتز ټینګار وکړ چې د امریکا نوی حکومت غواړي په تهاجمي ډول هغه ډلې په نښه کړي چې له افغانستان، سوریې او عراق څخه د خپلو بریدونو د پلانولو لپاره ګټه اخلي. هغه همدارنګه وویل چې په دغو هېوادونو کې د استخباراتي همکاریو او ځانګړو ځواکونو ځای پر ځای کول به د دونالد ټرمپ په مشرۍ د نوي حکومت په لومړیتوبونو کې وي.
د ټرمپ د ادارې دغه چارواکی خبرداری ورکړ چې په تېرو کلونو کې له ۳۰۰ څخه ډېر شکمن کسان چې د ترهګرۍ د څار په لیست کې شامل وو، د امریکا له پولو اوښتي دي او په وینایې د دغو ګواښونو څخه د مخنیوي لپاره یو چټک غبرګون ته اړتیا ده. والتز زیاته کړه: «له نړیوالو ګواښونو سره د مبارزې لپاره، موږ د قوي دفاع، تهاجمي اقداماتو او دقیقو ستراتیژیو ترکیب ته اړتیا لرو.»
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کيږي چې په افغانستان کې د داعش ډلې تروریستي فعالیتونه تر بل هر وخت ډېر تر سترګو کیږي. داعش ډلې تازه د طالبانو یو لوړپوړی چارواکی خلیل الرحمن حقاني د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په زړه کې په نښه کړ.
له بلې خوا، درې ورځې وړاندې د امریکا په نیویارک ښار کې هم له موټر سره د یو برید په پېښه کې شاوخوا ۱۵ کسان وژل شوي دي. د امریکا پولیس ویلي چې بریدګر شمس الدین جبار نومېږي او د نوموړي په موټر کې د داعش بیرغ موندل شوی دی.