د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د ۲۰۲۵ نوي میلادي کال په مناسبت یوه وینا کې خپلو خلکو ته ډاډ ورکړی چې یو ښه کال به ولري. نوموړي که څه هم د اقتصادي ستونزو او د اوکراین د جګړې په اړه د شرایطو د ښه کېدو لپاره کومه مشخصه ژمنه ونه کړه، خو د خلکو هوساینه یې خپله بنسټیزه لومړیتوب وبلله.
پوتین د روسیې د تاریخي بریاوو یادونه وکړه او په ځانګړي ډول د نازي جرمني د ماتولو په برخه کې د دې هېواد رول ته هم اشاره وکړه. پوتین وویل چې نننۍ ستونزې د روسیې د پراخ تاریخي ماموریت یوه برخه ده. ښاغلي پوتین له دې ټولو سره سره خو بیاهم د اوکراین جګړې د پای ته رسېدو په اړه څه ونه ویل.
دا په داسې حال کې دي چې روسیه د لوېدیځو بندیزونو، لوړ انفلاسیون، او د روبل د ارزښت کمېدو په څېر سترو ستونزو سره مخ ده. د اوکراین جګړې هم پر روسیې سخت نظامي او ډیپلوماټیک فشارونه راوستي دي.