د آلمان د هوایي ډګرونو په کمپیوټري سیسټم کې پراخ تخنیکي ستونزې

طرز پرس

14 جدی 1403

shutterstock_722606524.jpg

د آلمان په هوایي ډګرونو کې کمپیوټري سیسټمونه له پراخو تخنیکي ستونزو سره مخ شوي دي. دا خبر د پولیس ویاند لخوا «بیلد» ورځپاڼې ته تایید شوی دی.
د آلمان «بیلد» ورځپاڼې د فرانکفورت په هوایي ډګر کې د فدرالي دولت د پولیسو ویاند له قوله لیکلي، هغه سیسټمونه چې پولیس یې د مسافرو د تګ-راتګ د کنټرول لپاره کاروي، د دغو تخنیکي ستونزو تر اغېز لاندې راغلي دي. بیلد ورځپاڼې د پولیسو ویاند له قوله ولیکل: «زموږ همکاران اوس ډېری هغه پروسې چې مخکې به یې سیسټم ترسره کول، په لاسي ډول ترسره کوي، خو تر دې دمه مو حالات کنټرول کړي دي.»

د WDR په نوم رسنۍ هم راپور ورکړی چې په دوسلدورف هوایي ډګر کې د مسافرو اوږدې لیکې جوړې شوې دي او ځینې مسافر له دوو ساعتونو څخه ډېر په انتظار کې پاتې دي. تر اوسه د دغه ستونزې علت روښانه نه دی.