د آلمان او فرانسې د بهرنیو چارو وزیرانو د بشار اسد د رژیم تر سقوط وروسته په لومړي رسمي سفر کې، د جمعې په ورځ، د جنورۍ په ۳مه، دمشق ته ورسېدل. د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې، انالنا بربوک، په سوریه کې د روسیې د پوځي حضور په اړه په څرګند ډول وویل: «د روسیې د پوځيانو د وتلو وخت را رسېدلی دی.»
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر، ژان نوئل بارو، هم په سوله ییز ډول د واک د انتقال پر اړتیا ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې د دې هېواد دیپلوماتیک هیئت به ژر سوریې ته ستون شي.
د آلمان او فرانسې د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي چې دا سفر د اروپا او سوریې تر منځ د نوي سیاسي بهیر د پیل لپاره ترسره شوی دی. ټاکل شوې ده چې دغه لوړپوړي اروپايي چارواکي د سوریې له اوسني حاکم، احمد شرع سره وویني.