ډان: ۲۰۲۴ د پاکستاني امنیتي ځواکونو لپاره په یوې لسیزې کې تر ټولو خونړی کال وو

طرز پرس

12 جدی 1403

1238941692.jpeg

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان په یوه راپور کې ویلي چې ۲۰۲۴ کال د وسله‌والو بریدونو د زیاتوالي له امله، د پاکستان د امنیتي ځواکونو لپاره په تېرو لسو کلونو کې تر ټولو خونړی کال و.

د راپور له مخې، لږ تر لږه ۶۸۵ امنیتي ځواکونه په ۴۴۴ بریدونو کې وژل شوي، او د ټولو قربانیانو شمېر، چې امنیتي ځواکونه، ملکیان او وسله‌وال پکې شامل دي، ۲۵۴۶ ته رسېدلی. دا شمېر د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۶۶ سلنې زیاتوالی ښیي.

په ورته وخت کې، د پاکستان د امنیتي څېړنو او مطالعاتو مرکز ویلي چې دغه تاوتریخوالی زیاتره د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې ترسره شوي دي. په ۲۰۲۴ م کال کې په خیبر پښتونخوا کې ۱۶۱۶ کسان او په بلوچستان کې ۷۸۲ کسان وژل شوي دي.

راپور ښیي چې په پاکستان کې په منځنۍ کچه هره ورځ اوه کسان وژل شوي، او د نوومبر میاشت د کال تر ټولو خونړۍ میاشت ګڼل شوې ده. سیمه ييز څېړونکي دغه وضعیت د پاکستان د داخلي امنیت لپاره یوه جدي ګواښ بولي.