که څه هم د افغانستان پړځول شوی ولسمشر محمد اشرف غني خپل ځان ډموکرات او د ښځو د حقونو یو ملاتړی ګڼي؛ خو په ورستیو درېو کلونو کې یې د ښځو پر وضعیت خپلې سترګې پټې کړي او یا لږ تر لږه یې له پامه غورځولي دي.
په داسې حال کې چې د طالبانو په تېر درې کلنه واکمنۍ کې په تدريجي ډول افغانې نجونې له کار او زده کړو محرومې شوې دي او سخته اړتیا لېدل کیږي چې د افغانستان مشر تر کشر د طالبانو د اوسني دريځ پر وړاندې د مبارزې یو واحد صف جوړ کړي؛ خو ښاغلی غني په خپلو پراختیايي طرحو او پروژو لګیا ده.
ولسمشر محمد اشرف غني اوس تازه د کابل د پراختیا لپاره خپلې پخوانۍ طرحې ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې د دې ښار تاریخي اهمیت او معاصر اړتیاوې یې په پام کې نیولي دي. ولسمشر محمد اشرف غني په خپل فسبوک کې لیکلي، د «زرغون کابل» په نوم د دې طرحې اصلي موخه دا وه چې د ښار غرونه او دښته شنه شي او کابل سیند په کال کې دولس میاشتې له اوبو ډک وي.
د ولسمشر غني په وینا، د آسمایي او شېر دروازې غرونه باید شنه کړل شي ترڅو ښار ته تازه هوا ورکړي او ښاریانو ته د ارامۍ ځایونه برابر کړي. نوموړي دغه راز ویلي، د کابل سیند لپاره داسې پلان ترتیب شوی و چې د دوامداره اوبو جریان یې یقیني کړي.
خو د ښاغلي غني منتقدینو لخوا داسې نیوکې مطرح شوي چې هغه د افغانانو لومړیتوبونه په پام کې نه نیسي او د ښځو او نجونو د کار او زده کړو په اړه چې تر نور هر څه «ډېر مهم» دي، غبرګون نه ښيي. ښايي ښاغلی غني او ټيم یې سیاسي دلایل لري؛ خو په اوسنيو حساسو شرایطو کې د ولسمشر غني چوپ پاتې کېدل، د ولس پر وړاندې له مسوولیتونو څخه د یو ولسشمر تېښته ده.
یوه بله نیوکه پر ولسمشر غني داده چې دا طرحې یې ولې د خپلې واکمنۍ په دوره کې پلي نه کړل.؟ اوس د طالبانو په واکمنۍ کې د دې طرحو عملي کېدل نه یوازې ممکنه نه ښکاري بلکې په بشپړ ډول یې د تطبیق لپاره هم کوم ظرفیت نه لېدل کيږي. بل پلو افغانې نجونې چې د طالبانو د سخت دريځۍ قربانیانې دي، اوس له یوې نامعلومې راتلونکې سره مخ دي او د دوی له حقونو څخه د ولسمشر غني په څېر د سترو شخصیتونو ملاتړ د خلکو په زړونو کې د یوه نههېرېدونکي ارمان په توګه پاتې دي.