د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د پاکستان وروستي اقدامات وغندل او دا یې د ټولو نړیوالو اصولو خلاف وبلل. نوموړي وویل، پاکستان پر افغانستان د برید پرېکړه داسې مهال کړې چې طالبان له ۲۰۲۱ کال راهیسې په پرلهپسې ډول هڅه کوي افغان خاوره د هیڅ بل هېواد پر ضد ونه کارول شي.
حقاني زیاته کړه، «موږ د دوحې د هوکړې له مخې نړیوالو ته ډاډ ورکړی چې زموږ خاوره به د هیڅ چا پر وړاندې ونه کارول شي، خو له بده مرغه زموږ د دې هڅو درناوی ونه شو.» نوموړي همداراز پاکستان ته د داخلي ستونزو د حل غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د پاکستان اوسني کړکیچونه د دې هېواد کورني مسایل دي، نه د افغانستان. «پاکستان دې خپل ګرېوان ته وګوري، د دوی ستونزه د دوی خپله کورنۍ ستونزه ده،»
که څه هم حقاني د پاکستان د ښېګڼو یادونه کوي؛ خو ټينګار کوي، چې د اسلامآباد وروستۍ پرېکړې د ټولو افغانانو په ذهنونو ژور اغېز کړی دی او د پاکستان څلوېښت کلنه ښېګڼې یې له منځه وړي دي.
پاکستان تل پر طالبانو تور پورې کړی چې له افغان خاورې څخه د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره کار اخیستل کېږي. دا تورونه په داسې حال کې دي چې طالبانو تل رد کړې او له ۲۰۲۱ کال راهیسې پرلهپسې ډاډ ورکړی چې افغان خاوره به د هیڅ بل هېواد پر وړاندې ونه کارول شي.