فارن پالیسي 2025 کال د جګړو او بشري بحرانونو د پراخېدو کال ګڼي

حاميه نادري

طرز پرس

9 جدی 1403

world-flags-blue-sky-8502547.webp

فارن پالیسي امريکايي مجلې په یوه تحلیلي راپور کې، چې د دې مجلې مرستیال مدیر ساشا پولاکوف-سورانسکي لخوا لیکل شوی دی، خبرداری ورکړی چې ۲۰۲۵ کال به د شخړو او بشري بحرانونو د پراختیا کال وي. دغه راپور د افریقا، منځني ختیځ او د شمالي افریقا برخو کې د تاوتریخوالي په زیاتوالي، اقتصادي بحرانونو په ژورېدو او نړیوالو پایلو باندې ټینګار کړی او یو له ننګونو ډک یو راتلونکی یې وړاندوینه کړې ده.

له سوډان څخه تر ساحلي هېوادونو پورې سیمه‌ییز کړکېچونه په زیاتېدو دي. کورنۍ جګړې، جیوپولټیک سیالۍ او اقلیمي بدلونونه هغه عوامل دي چې د شخړو او د میلیونونو خلکو د بې‌ځایه کېدو سبب ګرځېدلي دي. په سوډان کې د وسله‌والو ځواکونو او ګړندي ملاتړ لرونکو ملېشو ترمنځ کورنۍ جګړه د دې جدي مثال دی، چې د ملکي کسانو د پراخو تلفاتو، د زیربناوو د ویجاړتیا او د کډوالو د بحرانونو سره ملګرې ده. فارن پالیسي وايي چې د دې بحران اغېزې به په ۲۰۲۵ کال او وروسته کلونو کې په سیمه کې دوام وکړي.

راپور همدارنګه د رواندا او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ترمنځ د تاوتریخوالي په زیاتوالي هم اشاره کړې ده. دغه دوه هېوادونه چې د سیاسي او پوځي سیالیو اوږده مخینه لري، یو ځل بیا د سرحدي شخړو او داخلي اختلافاتو سره مخ شوي دي. په ورته وخت کې، په ساحل سیمه کې جنګې ډلې چې مخکې په مالي، نیجر او بورکینافاسو کې فعالې وې، اوس ساحلي هېوادونو لکه بنین او د عاج ساحل ته خوځېدلي دي. دا جغرافیایي پراختیا د سیمه‌ییزې امنیت ته نوې ګواښونه جوړ کړي دي او ځایي حکومتونه له نویو ستونزو سره مخ کړي دي.

په منځني ختیځ کې، نیابتي جګړې لا هم د بې‌ثباتۍ اساسي عوامل دي. د سوریې بحران، د یمن جګړه او د فلسطین او اسرائیل شخړې، د ایران، سعودي عربستان او ترکیې په څېر سیمه‌ییزو قدرتونو ترمنځ سیالۍ، د کړکېچونو د کمېدو لپاره هیڅ هیله مندي یې نه ده پرېښې.

راپور په دې هم ټینګار کوي چې د اقلیمي بدلونونو اغېزې څنګه د بحرانونو په زیاتوالي کې رول لري. فارن پالیسي یادونه کوي چې د حرارت درجې زیاتوالی، د اوبو د سرچینو کمښت او د صحراګانو پراختیا په جبري کډوالۍ او د سرچینو په شخړو کې مهم رول لري.

دغه راپور خبرداری ورکوي چې د دې بحرانونو اغېزې به یوازې د سیمې تر سرحدونو محدودې پاتې نه شي او نړۍ به له داسې ننګونو سره مخ کړي لکه د کډوالۍ زیاتوالی، نړیوال امنیت ته ګواښونه او اقتصادي بې‌ثباتي. راپور ټینګار کوي چې یوازې د پرېکنده مداخلې او ټول‌یزې کړنلارې په مرسته کېدای شي چې د دې بحرانونو له ناوړه اغېزو مخنیوی وشي.